یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتوریالی پښتون غازي عمراخان

توریالی پښتون غازي عمراخان

لیک : ډاکټر لطیف یاد

غازی عمراخان چې دافغاني نپولین(ناپیلیون) په نامه هم شهرت لري دامان خان زوی او دفيض طلب خان لمسی و چې دباجوړ دتر کلاني ټبر دعيسی خيلو دښاخ د مست خيلو دڅانګې نه و. نو موړی په(۱۸۶۰ زیږدیز) کال کې دپښتونخوا په جندول کې زیږیدلی و. لومړنۍ زده کړې یې په خپل کور کې دقاضي عبدالجلیل نه وکړې او قرآن شریف یې دحافظ عبدالمنان نه زده کړ.دغازي عمرا خان نیکه فیض طلب خان د جندول نواب واود شپږزرو تنو یو لښکر یې درلوداو د امبیله په جګړه کې د انګریزانو سره په نره جنګیدلی و. دفیض طلب خان تر مړینې وروسته یې زوی امان خان دجندول نواب اوستر خان و.

دعمراخان تر مړینې وروسته غازی عمراخان دخپلو ورونو له خوا فراراو تبعید شو. لومړی داتمان خیلو دقبیلې مشرلالي خان ته ورغی او وروسته بیا د پچهیګرام خان غلام محمد خان ورته پناه ورکړه. په ۱۸۸۰ زیږدیز کال کې غازي عمرا خان دحج دفریضې داداکولو لپاره مکې معظمې ته لاړاو کله چې بیرته راستون شو نو دجندول حالات خراب ول.وروسته بیا ده دجندول دخانۍ چارې په خپل واک کې واخیستلې او دخلکو په خوښه دجندول دسیمې خان او واکمن وټاکل شو.

غازي عمراخان له پیله دانګریزانو سره په زړه کې دښمني درلودله ،نو ځکه دانګریزانو هم چندانې نه خوښیده او دی يې دخپل ځان لپاره یوستر خطر ګاڼه. همدا وجه وه چې ده دورځو په تیریدلو سره دپیر نګیا نو پر خلا ف خپل پو ځي ځواکونه پیاوړي کول. دغازي عمراخان او پیرنګیانو تر مینځ ډیرې جګړې شوي دي . یو ځل د ۱۸۹۵ زیږدیز کال د اپریل دمیاشتې په ۱۱ نیټه کله چې انګریزانو غوښتل پر جندول برید وکړي نو دوی خپل پو ځونه او لښکرې سیدو ته راوستلې څو دپنجکوړه پرسیند پورې وځي او دغازی عمراخان پر لښکرو برید وکړي، خو پښتانه شاه زلمیان دعمراخان پر مشرۍ پر انګریزانو مرګوني ګوزارونه وکړل او ددوی ۲۳ تنه سرتیري اودرې ستر پوځي افسران یې ووژل.

دخواشینۍ خبره داده چې انګریزانو د غازي عمرا خان پر خلاف ځينې پښتنو مشرانو ته دخان بهادر لقبونه ورکړل او په نغدو رو پیو او خلعتونو یې ونازول څو د غازي عمراخان پر خلاف دانګریزانو ملګرتیا وکړي.انګریزانو د همدې کار لپاره ځینې روحانیون هم وګومارل چې دغازی عمراخان پرخلاف په جو ماتونو کې برو پیګینډې وکړي چې په دغو روحانیونو کې موکراني ملا او ځینې نور هم شا مل ول. له بلې خوا دغازي عمراخان ځینې جاه طلبه او په ځواک او قدرت مین خپلوان او دوستانو هم غازي عمراخان ته ستونزې رامینځ ته کړې .

وروسته بیا انګریزانو پر جندول برید وکړ او دغازي عمراخان کلایې چې مونډا نومیدله محاصره کړه او دغازي عمراخان ۳۰۰ تنه ملګري پکې دانګریزانو دتوپونو په ګولیو شهیدان شول.
غازي عمراخان ته بله چاره پاتې نه شوه او په ۱۸۹۵ زیږدیزکال کې افغانستان ته لاړ.په هغه وخت کې دافغانستان واکمن امیر عبدالرحمن خان و. امیر عبدالرحمن خان د غازي عمراخان تو د هر کلی وکړ او ده ته یې کور او محافظتی ګارډ (ساتونکي) ورکړل خوعمراخان ته یې ددې اجازه ورنکړه چې دانګریزانو پرخلاف جنګي تیاری ونیسي ځکه امیر عبدالرحمن خان نه غوښتل چې انګریزان دې له ده نه خپه شي. امیر عبدالرحمن خان غازي عمراخان ته دسردار بهادر لقب هم ورکړ.غازی عمراخان په ۴۴ کلنۍ کې په کابل کې وفات شو او پخپله امیر عبدالرحمن خان دده ددجنازې په مراسمو کې ګډون وکړ اودده جنازه په درناوي سره خاورو ته وسپا رله شوه.. دده مزار دکابل دچهاردهي په سیمه کې پروت دی او دافغانستان حکومت دغازري عمراخان ددرناوي لپاره په کابل کې یو ښوونځي (سکول ) هم جوړ کړی دی چې دغازی عمراخان دهای سکول په نامه سره یادیږي.همداراز دکونړ ولایت په مرکز اسعد آباد کې هم دغازي عمراخان په نامه یوه لیسه ( های سکول ) شته .
دغازي عمراخان سپیڅلې اروا دې ښاده او دده یاد دې تل تازه وي .

خيلو دڅانګې نه و. نو موړی په(۱۸۶۰ زیږدیز) کال کې دپښتونخوا په جندول کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په خپل کور کې دقاضي عبدالجلیل نه وکړې او قرآن شریف یې دحافظ عبدالمنان نه زده کړ.دغازي عمرا خان نیکه فیض طلب خان د جندول نواب واود شپږزرو تنو یو لښکر یې درلوداو د امبیله په جګړه کې د انګریزانو سره په نره جنګیدلی و. دفیض طلب خان تر مړینې وروسته یې زوی امان خان دجندول نواب اوستر خان و.

دعمراخان تر مړینې وروسته غازی عمراخان دخپلو ورونو له خوا فراراو تبعید شو. لومړی داتمان خیلو دقبیلې مشرلالي خان ته ورغی او وروسته بیا د پچهیګرام خان غلام محمد خان ورته پناه ورکړه. په ۱۸۸۰ زیږدیز کال کې غازي عمرا خان دحج دفریضې داداکولو لپاره مکې معظمې ته لاړاو کله چې بیرته راستون شو نو دجندول حالات خراب ول.وروسته بیا ده دجندول دخانۍ چارې په خپل واک کې واخیستلې او دخلکو په خوښه دجندول دسیمې خان او واکمن وټاکل شو.

غازي عمراخان له پیله دانګریزانو سره په زړه کې دښمني درلودله ،نو ځکه دانګریزانو هم چندانې نه خوښیده او دی يې دخپل ځان لپاره یوستر خطر ګاڼه. همدا وجه وه چې ده دورځو په تیریدلو سره دپیر نګیا نو پر خلا ف خپل پو ځي ځواکونه پیاوړي کول. دغازي عمراخان او پیرنګیانو تر مینځ ډیرې جګړې شوي دي . یو ځل د ۱۸۹۵ زیږدیز کال د اپریل دمیاشتې په ۱۱ نیټه کله چې انګریزانو غوښتل پر جندول برید وکړي نو دوی خپل پو ځونه او لښکرې سیدو ته راوستلې څو دپنجکوړه پرسیند پورې وځي او دغازی عمراخان پر لښکرو برید وکړي، خو پښتانه شاه زلمیان دعمراخان پر مشرۍ پر انګریزانو مرګوني ګوزارونه وکړل او ددوی ۲۳ تنه سرتیري اودرې ستر پوځي افسران یې ووژل.

دخواشینۍ خبره داده چې انګریزانو د غازي عمرا خان پر خلاف ځينې پښتنو مشرانو ته دخان بهادر لقبونه ورکړل او په نغدو رو پیو او خلعتونو یې ونازول څو د غازي عمراخان پر خلاف دانګریزانو ملګرتیا وکړي.انګریزانو د همدې کار لپاره ځینې روحانیون هم وګومارل چې دغازی عمراخان پرخلاف په جو ماتونو کې برو پیګینډې وکړي چې په دغو روحانیونو کې موکراني ملا او ځینې نور هم شا مل ول. له بلې خوا دغازي عمراخان ځینې جاه طلبه او په ځواک او قدرت مین خپلوان او دوستانو هم غازي عمراخان ته ستونزې رامینځ ته کړې .
وروسته بیا انګریزانو پر جندول برید وکړ او دغازي عمراخان کلایې چې مونډا نومیدله محاصره کړه او دغازي عمراخان ۳۰۰ تنه ملګري پکې دانګریزانو دتوپونو په ګولیو شهیدان شول.

غازي عمراخان ته بله چاره پاتې نه شوه او په ۱۸۹۵ زیږدیزکال کې افغانستان ته لاړ.په هغه وخت کې دافغانستان واکمن امیر عبدالرحمن خان و. امیر عبدالرحمن خان د غازي عمراخان تو د هر کلی وکړ او ده ته یې کور او محافظتی ګارډ (ساتونکي) ورکړل خوعمراخان ته یې ددې اجازه ورنکړه چې دانګریزانو پرخلاف جنګي تیاری ونیسي ځکه امیر عبدالرحمن خان نه غوښتل چې انګریزان دې له ده نه خپه شي. امیر عبدالرحمن خان غازي عمراخان ته دسردار بهادر لقب هم ورکړ.

غازی عمراخان په ۴۴ کلنۍ کې په کابل کې وفات شو او پخپله امیر عبدالرحمن خان دده ددجنازې په مراسمو کې ګډون وکړ اودده جنازه په درناوي سره خاورو ته وسپا رله شوه.. دده مزار دکابل دچهاردهي په سیمه کې پروت دی او دافغانستان حکومت دغازري عمراخان ددرناوي لپاره په کابل کې یو ښوونځي (سکول ) هم جوړ کړی دی چې دغازی عمراخان دهای سکول په نامه سره یادیږي.همداراز دکونړ ولایت په مرکز اسعد آباد کې هم دغازي عمراخان په نامه یوه لیسه ( های سکول ) شته .
دغازي عمراخان سپیڅلې اروا دې ښاده او دده یاد دې تل تازه وي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه