لیک: عصمت ناورین
هغوی چې يوازې د ځان په اړه او د ځان د ګټې لپاره فکر کوي او د نورو ګټه، تاوان، غم او خوښي ورته هېڅ نه ښکاري. دغو خلکو ته مطلبي، ځان غوښتونکي يا Selfish خلک وايي.
هغوی چې لاندې اووه نښې درلودې، پوه شئ چې ځان غوښتونکي دي:
۱ – دا خلک د مظلوم جوړېدو کوښښ کوي
دوی تاسو دا ښودل غواړي چې له دوی سره ډېر بد شوي دي او هر څوک د دوی پر وړاندې درېدلي دي. دوی ښيي چې د دوی ژوند له ستونزو او کړاوونو ډک دی، خو په اصل کې بيا داسې نه وي. دوی يوازې د خپل مقصد لپاره دا چاره ترسره کوي، څو له تاسو همدردي ترلاسه کړي.
۲ – ستاسو ډېر تعريف کوي
دوی د خپل مقصد لپاره ستاسو داسې تعريف کوي، لکه له تاسو چې بل ښه انسان په نړۍ کې نه وي. په اصطلاح چې دا خلک د تيلو لګولو ماهرين وي.
۳ – د پيسو وړاندېز کوونکي وي
که چېرې دا خلک درڅخه په دنده يا يا شتمنۍ کې لوړ وي او يو داسې کار په تاسو کول غواړي، چې نور څوک يې نه شي کولی، نو د خپل کار د ترسره کېدو لپاره درته د پيسو امتياز وړانديز کوي. د پیسو په درکولو سره مو کم راوستل غواړي، ځکه چې دوی مو د زحمت احسان هېڅکله په ځان نه مني.
۴–عزت مو نه کوي
دوی مو عزت نه کوي، بلکې د هغه کار عزت کوي، کوم چې تاسو د ده لپاره ترسره کوئ. که چېرې هغه کار ورته ترسره نه کړئ، ښايي بدې ردې ووايي. دوی مو په خپلو خبرو دېته چمتو کوي، چې د ده کار په ترسره کېدو به تاسو ته هم ګټه وي، خو په اصل کې به هغه ستا د وخت ضايع کول وي.
۵ -په هره خبر کې خپل مطلب لټوي
که خبره هره يوه وي، خو دوی به کوښښ کوي چې هغه ځای ته خبر راولي، چې دی يې کول غواړي. که چېرې پوه شوئ چې څوک ستاسې خبرې ته اهميت نه ورکوي، نو پوه شئ چې دا سړی مطلبي دی.
۶ –له کار وروسته مو ارزښت کموي
دوی له کوم کار وروسته هغه ارزښت نه درکوي، کوم يې چې له کاره مخکې درکاوه. يعنې هغه ارزښت يې چې لومړی یې درکاوه اوس يې کم کړی يا يې بېخي نه درکوي.
۷ – دوی سست وي
دوی په خپل ژوند کې سست وي او له مسووليته تېښته کوي. له همدې امله دوی غواړي چې د دوی کارونه نور خلک ورکړي. دغه راز دوی خپله سستيا پټوي او ځان مصروف ښيي.
که مو په ژوند کې داسې ملګري، دوستان يا خپلوان وينئ چې پورتنۍ نښې پکې وي، نو لرې ترې لاړ شئ. دوی پرېنږدئ چې له تاسو څخه ګټه پورته کړي يا مو د ځان په ګټه وکاروي.


