لیک:میلاد باور
د لیکوالۍ خنډونه کوم دي او څه ډول یې له منځه یوسو؟
خامخا به مو اړتیا پیدا کړې وي چې وغواړئ څه وليکئ، خو کله چې قلم اخلئ یا د خپل کمپیوتر شا ته کېنئ، نو لاره به درڅخه ورکه شي، داسې چې ذهن مو هېڅ کار ونه کړي؛ ګنګس کېږئ او هر څومره چې هڅه کوئ، لاره نشی پیدا کولای. کېدای شي له څو حالتو سره مخ شئ:
یا به لیکل پریږدئ، یا به یې بل چا ته سپارئ چې څه درته وليکي او یا هم په کومه ځانګړې انګېزه باندې مو چې کار پیل کړی، د بیا بیا هڅو په پایله کې به څو کرښې ولیکئ، خو ولې لیکنه نشئ کولای؟
د دې ستونزې د وتلو حل لاره څه ده؟ دا لیکنه تر پایه ولولئ، چې د «لیکوالۍ» په پنځه لویو خنډونو او حل لارو پوه شئ.
لومړی – د معلوماتو کمښت
تر هرڅه دمخه، لومړی ډاډه شئ چې د کومې موضوع په تړاو لیکل غواړئ؛ د موضوع په اړه معلومات لرئ او یا منابع مو په لاس کې شته. ځکه ډېر وخت ناکافي معلوماتو او مطالعې له امله څه نشو لیکلای. که کولای شئ هماغه شېبه له ځا نه سره په لوړ غږ او یا بل چا ته د موضوع په تړاو معلومات ورکړئ.
آیا د موضوع په وړاندې کولو کې د معلوماتو له کمښت سره مخ کېږئ؟ که ځواب مو «هو» وي، یو ځل بیا خپلو سرچینو ته سر ورښکاره کړئ او معلومات مو پوره کړئ.
دویم – د جوړښت (format) نشتون
مخکې له دې چې په لیکنه پیل وکړئ، د خپل مطلب جوړښت مو وټاکئ. د لیکنې د جوړښت څخه موخه دا ده چې اول وټاکئ چې غواړئ د کومو موضوعاتو په تړاو لیکنه وکړئ.
د دې کار لپاره لومړی موضوعات د تیتر او یا د پوښتنې په ډول ولیکئ. دا کار درڅخه له څو شېبو ډېر وخت نه غواړي، خو چاره مو ډېره آسانه کوي. د یو څو شېبو لپاره تمرکز وکړئ او هر څه مو چې ذهن ته درځي، ویې لیکئ، دې کار ته فکري باران یا ذهني توپان وایي.
وروسته کولای شئ، چې موضوعات مو منظم کړئ او د هر یوه په اړه د ضرورت پر اساس څه ولیکئ. ښايي دا به هم آسانه وي چې اول ولیکئ او بیا ورته عنوان ورکړئ. دا پرېکړه ستاسو په لاس کې ده.
د خپلو لیکنو د جوړښت لپاره کولای شئ چې د یوې ذهني طرحې یا (mind map) څخه ګټه پورته کړئ. دا کړنلاره ډېره ګټوره، مسلکي او د ذهني ودې لامل دی.
کولای شئ د دې کار لپاره له ټکنالوژي هم استفاده وکړئ/ د (I mind map او X mind ) اپلکېشنونو، کارولای شئ. له دې کړنلارې څخه په ګټه اخیستلو سره د خپلې لیکنې لومړنۍ نقشه مخکې له پیله جوړه او بیا وروسته خپله لیکنه غني کولای شئ. اوس نو یو له غوره تخنیکونو څخه د لیکنې د جوړښت جوړولو لپاره د (mind map) یا ذهني نقشې له کړنلارې څخه ګټه پورته کول دي.
درېیم – لږ تمرکز
زه خپله هم پوهېږم چې څه ولیکم، خو کله چې ټایپ پیلوم، په سختۍ سره توانېږم چې جملې سره وپېم، کلمې په سم ډول سره نه ځای پرځای کېږي او آن کله مې له ذهنه بهر شي. دا ټول په ټولیزه توګه او یا په کمه اندازه د تمرکز نه درلودل نه دي.
ګواګې تاسو هم له ورته شرایطو سره د لیکلو په جریان کې مخ شوي یاست. تر ټولو دمخه اول وڅارئ چې کوم څه یا شیان مو ذهني تمرکز له منځه وړي.
ځینې عوامل پر هغه چاپېریال پورې اړه لري چې پکې اوسېږو. د تلویزیون یا رادیو غږونه، د تلیفون پیغامونه، د شا او خوا خلکو غږونه او په همدې سره ورته نور عوامل…. جوته ده چې په داسې حالاتو کې باید څه وکړو؛ په مکمل ډول یا تر یوه حده د هغو عواملو له منځه وړل چې ستاسو د ذهني تمرکز خنډ ګرځي.
آن که کولی شئ، یو بل ځای ته لاړ شئ. ځینې نور عوامل بیا زموږ تر ذهن او تفکراتو پورې اړه لري، د یوه کار د ترسره کولو استرس، د یوه چا پر خبره فکر کول، ورځنۍ پېښې او داسې نور لاملونه…
په ورته حالاتو کې د ځان آرامولو پرته بل هېڅ حل لاره نه وي. په آسانۍ سره په انترنت کې د (Relaxation) د نوم په لیکلو لسګونه هغه مقالې پیدا کړئ چې د آرامتیا په برخه کې مرسته درسره کولای شي.
د (Relaxation) ځینې کړنلارې دومره ګټورې تمامېدلی شي چې په لسو دقیقو کې به پوره آرامتیا درکړی. که امکان وي د ځینو کتابتونونو ګډونوال شئ. د کتابتونو د مطالعې خونې ډېرې آرامې وي، کېدای شي چې د لیکلو زمینه درته برابره کړي.
څلورم – ستړیتوب (نا آرامي)
کله کله ورځنۍ چارې سړی دومره ستړی کوي چې د خبرو کولو توان هم نه وي، وار خو د ليکنی شو. لوږه، د عضلاتو ضعف، بېخوبي او ځینې نور… هغه عوامل دي چې د ليکلو توان له راڅخه اخلي. ښه به دا وي چې لومړی دا خنډونه لرې او بیا پیل وکړو، ځکه په ورته وضعیت کې به د ليکنې پایله غوره نه وي.
که تمه وي چې مخکې د څه لیکلو څه وخورئ. هڅه وکړئ ساده او سپک شیان وخورئ. په خوړولو که ډېروالی مه کوئ، خصوصاً د غوړو خوړو څخه لږه ګټه واخلئ، ځکه چې کېدای شي، خوبولي مو کړي. همدارنګه که تمه وي چې څو شېبې یا څو ساعته ویده شئ، په هېڅ صورت سره مطالعه مه کوئ او ټولنیزې پاڼې مه لولئ.
راډیو او تلویزیون هم بند کړئ. لکه څنګه چې جسم مو استراحت او آرام ته اړتیا لري، ذهن مو هم دې آرامتیا ته ضرورت لري.
د پورتنیو کړنو په کولو سره خپل ذهن به فعال ساتلای شئ او کېدای شي وروسته له پاڅېدو سره له دې چه ځان به مو استراحت وکړي، خو ذهن به مو د پخوا غوندې ناآرامه وي.
پنځم خنډ: کاري بوختیاوې
یو لړ چارې ډېر بوخت او استرس لرونکې وي. ځينې ملګري پېژنم چې په شدت له سهاره تر ماښامه کار کوي. دوی چې کله کور ته راځي، کېدای شي د خپل (مونوګراف) او یا د راپور په ليکلو بوخت شي، خو ستړیا او کم وخت دوی ته د کار امکان ورنکړی. دوی د ورځې په اوږدو کې هم ددې کار لپاره وخت نه لری او تل شکایت کوی چې یو نړی موضوع ګانې د لېکلو لپاره لری او پاتې دی. جالبه خو بیا دا ده چې ځېنی موضوعات ددوی له هماغه ورځنی ژوند پورې تړاوو لری چې په داګه سره له دوی پرته یې بل څوک لیکلی هم نشی.
زه خپله د عامه اړیکو مدیر وم. هغه کسان چې د (عامه اړیکو) په اړه لږ او دېر معلومات لری، پوهېږی چې په هر سازمان او تولڼه ګې دا برخه څومره بوخته وی. د (عامه اړیکو) مدیران او کارکونکی د سر ګرولو وخت هم نه لری! اوس نو ددې ترڅنګ چې د عامه اړیکو مدیر وم مجبور وم چې د سازمان رسنی لپاره مې هم ځینی مطالب ولېکم. د دویم دندې په ډول وروسته د رسمی کارونو څخه په کور کې مې هم باید ځینی مطالب د خپروندویانو او ورځپانو لپاره باید لیکلی وی. د رسمی کارونو او لیکوالی چارو تر منځ د انډول ساتل راته سخت وه. کله به هم چې کور ته راتلم، ستړیا ددې لامل کېده چې پر وخت لېکلو باندې پیل ونکړم. کله به مې یو لړ تخنیکونه آزمایل چې تر دېره پوری راته ګتوره تمامیدله.
زموږ د کور او دفتر تر منځ لاره ۲۰ دقېقې ده، هر سهار به چې له خوبه پاڅېدم او ذهن مې تازه وه، تر دفتره پورې پیاده راتلم. د لارې په اوږدو کې مې پر موبایل هغه خبرې ثبتولې چې تمه کېدله نن ورځ څه پرې وليکم. خلکو به هم ویل چې ګواکې له چا سره به په موبایل خبرې کوم.
کله به چې له دفتر نه کور ته راتلم یوازې اړتیا به وه چې ثبت شوی غږ لیکم او ایډېټ (سموون) یې وکړم. طبیعتاً دا کار ډېر تمرکز او فکر کولو ته اړتیا نه لري.
ښایي نور هم په دې برخه کې له تاسو سره مرسته وکړي. کله به تر نورو همکارانو وختي دفتر ته تلم تر څو د دفتر د لومړنۍ آرامتیا څخه برخمن شم، په کومو ورځو به چې کار کم و، د ناڅاپي زنګونو مسوولیت به مې یو همکار ته سپاره، د دفتر دروازه به مې د څو ساعتونو لپاره په ځان پسې بندوله او کله کله به هم ناوخته له دفتره وتلم. آن تر دې چې د لیکلو لپاره د ورځې په جریان کې هم کېدای شي فرصتونه در په ګوته شي.


