ويب ډیسک
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاراوا په یوه بیانیه کې وایي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې چټکوالی ښيي چې امریکا له ټاکلې نېټې مخکې خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي.
نوموړې وایي، سره له دې چې امریکا په دې تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي او د سپمټبر ۱۱ تاریخ یې ټاکلی، خو د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر کې چټکوالی چې تر اوسه نږدې نیم سرتیري وتلي دا په ډاګه کوي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر به تر وخت مخکې بشړ شي.


