دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمولانا فضل الرحمن له حکومت غوښتي څو پاکستان کې د امریکا پوځي...

مولانا فضل الرحمن له حکومت غوښتي څو پاکستان کې د امریکا پوځي اډو جوړېدو په تړاو وضاحت ورکړي.

ويب ډیسک
د مولانا فضل الرحمن په شمول پاکستان کې مخالفو ګوندونو له خپل حکومت غوښتي څو پاکستان کې د امریکا پوځي اډو جوړېدو په تړاو وضاحت ورکړي.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت پر ضد جوړ شوي د مخالفو ګوندونو غورځنګ (پي ډې ایم) ویلي چې د پاکستان حکومت باید د افغانستان په اړه سپیناوی ورکړي.

د دغه غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان د نورو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره یوې ګډې خبري ناستې ته ویلي، د سیمې حالات اندېښمن دي، پي ډې ایم له پاکستاني حکومت څخه غواړي چې د پارلمان یوه ګډه غونډه راوبولي او په علني ډول دې د خپل دفاعي حالت، بهرنۍ پالیسي او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، په پاکستان کې د امریکایي اډو د جوړېدو په اړه د خپرو شویو اوازو په اړه خلکو ته سپیناوی ورکړي.

دوی دغه راز پر حکومت د توندو نیوکو ترڅنګ په ټول پاکستان کې د پراخو حکومت ضد اعتراضونو اعلان هم کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه