دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بیګم نسیم ولی خان سیاسي ژوند ته لنډه کتنه

د بیګم نسیم ولی خان سیاسي ژوند ته لنډه کتنه

لیک: محب ښېراز

مور بي بي (بېګم نسیم ولي خان) د پښتون سیاست لومړۍ مبارزه ده په لومړي ځل یې د بهټو صاحب د هغه کړنو پر ضد په عملي توګه دسیاست میدان ته ودانګل کله چې د بهټو صاحب د نېپ ټول قیادت او کېډرز زنداني کړل او د هغوی پر ضد یې د ریاست ضد مقدمې شرو کړې او بیا ورپسې د ضیا مارشلاء په کال ۱۹۷۷ د پنځم جولائي باندې وۀ لګېده او پر نېشنل عوامي پارټۍ مکمل بندیز ولګول شو.

موربي بي د پښتون سیاست لومړۍ زنانه ده چې د ضیا د مارشل لاء پر ضد میدان ته راوه وتله. د شېرباز مزاري په مرسته او ولي خان په مشوره یې د نېشنل ډیموکرېټک پارټۍ بنیاد اعلان کړ او لومړۍ صدره موربي بي وه او جنرل سیکرټري یې ارواښاد شېرباز مزاری وو.

په داسې سختو او مارشلائي حالاتو کې چې مور بي بي د پښتون او د محکوم قامونو سیاست کې څومره موئثر کردار لوبولی دی شاید چې په تاریخ کې کوم بل چا نۀ وي لوبولی. بېګم نسیم ولي خان چې په لومړي ځل په جلسه کې تقریر وکړ نو له هم هغه سټېج څخه سرکار نظربند کړه او د یوې اونۍ بندیز ورباندې یې وۀ لګولو. خو مور بي بي دغه خپل سیاسي همت مضبوط وۀ ساتلو او یوه اونۍ پس بیا راوه وتله او خپله مبارزه یې روانه وه ساتله.

دلته د تاریخ دې جبر ته ګوره چې کله ټول پښتون،بلوڅ،سندهي او سرائیکي قیادت په زندانونو کې وو نو هم دا مور بي بي وه چې په میدان کې د خپل مېړه خان عبدالولي خان په شان په خپل ښځینه غیرت وه درېده او د ټول پاکستان د محکومو قامونو مخکښې یې هم د خپل مېړه نر ولي خان په شان وکړه او د ضیا د حکمرانۍ توره دوره یې دې ته مجبوره کړه چې په ټول ملک کې د عام معافۍ اعلان وکړي او په کال ۱۹۸۶ کې ټول قیادت راخوشی کړل شو. او دا د مور بي بي په خپله دغسې مبارزه کې بریالۍ شوه او د قیادت له راخوشي کېدو سره یې دغه ګوند هم ختم کړ په دې دلیل چې چونکه ضیا پر نېپ بندیز لګولی وو نو مونږ د این ډي پي له لاري دا مبارزه وکړه چې قیادت مو راخوشی کړ.

بیا له دې وروسته چې کله ټولو قامونو مشرانو خپل خپل ګوندونه اعلان کړل نو ولي خان هم خپل ګوند عوامي نېشنل ګوند پر ۲۶م جولائي ۱۹۸۶م کې اعلان کړ او دا اعلان د حکیم علي زرداري په کور کې و شو. چې پکې بیا هم ډېر سندیان،بلوڅان،پنحابیان په هم دې ګوند کې د ولي خان په مشرۍ کې ورسره ملګري شو چې دا هم د بېګم ولي خان دسیاست کمال وو.
د بهټو په وخت کې چې په کال ۱۹۷۷م په پېل کې د عامو انتخاباتو اعلان وکړ نو مور بي بي لومړۍ ښځینه وه چې پر عمومي (جنرل نشست) باندې مقابله وکړه او بریالۍ شوه.

بیا په دویم ځل په کال ۱۹۹۳م کې په ټول ملک کې عامو ټاکنو اعلان کیږي او پکې موربي بي بیا د پښتون تاریخ لومړۍ زنانه یادیږي چې په انتخاب کې برخه اخلي او بریالۍ کیږي هم دارنګه په کال ۱۹۹۷م کې په آخري بیا د صوبایي اسمبلۍ غړې منتخب کیږي چې درې ځله د اسمبلۍ غړې جوړه شوې ده او ورسره درې ځله د عوامي نېشنل ګوند صوبائي مشره پاته شوې ده.
بېګم نسیم ولي دا اعزاز په غاړه لري چې په ټول پښتونخوا وطن کې تر دې وړاندې عملي سیاست کومې بلې ښځینه نۀ وو کړې چې د سټېج او ماس پولیټیکس برخه جوړه شوې وي.

دا ځکه چې بېګم نسیم ولي د یو داسي عملي خدائي خدمتګار امیر محمد خان کاکا لور وه کوم چا چې د باچاخان سره اوږه اوږه په خدائي خدمتګارۍ کې عمر تېر کړ او ټول ژوند خدائي خدمتګار پاته شو. دا هغه امیر محمد خان کاکا وو کوم چا چې د سردریاب د مرکز جوړولو په وخت له باچاخان او نورو خدائي خدمتکارانو سره په خپل لاس خښتې چلولې او بېلچه به یې په لاس وه او د سردریاب مرکز یې سازلو خو د تاریخ دې جبر ته ګوره هم هغه مرکز چې خدايي خدمتګارانو په خپله خوله جوړ کړی وو قیوم خان په دوه منټه کې په بمونو والوزلو.

د موربي بي سیاسي بصیرت هم د ولي خان په شان وو او ټول ژوند د دې قام د سوکالۍ،آزادۍ او یووالۍ د پاره د لروبر چیغه ژوندۍوه ساتله او پر خپل اصولي سیاست یې هیڅ کمپرومایز یا مصلحت وۀ نۀ کړ او تر مرګه پوري د خپل مېړۀ او رهبر پر لاره مقدم پاتې شوه.

زۀ په خپل ژوند کې دا ویاړ لرم چې په کال ۲۰۰۳م کې زۀ د پښتون سټوډنټس فیډرېشن بلوچستان صوبائي سینئر نائب منتخب شوی وم او زمونږ صوبائي صدر نصیب الله جمالزئي وو او زمونږ د دې کابینې د څوګند اخیستلو تقریب په بورۍ ښار کې د یوې لوی جلسې په شکل کې ترسره شوی وه او افتخار لرم چې زمونږ دا څوند رانه هم مور بي بي اخیستی وو.

له پښتون کاز سره دومره کمیټډ وه چې کله زمونږ ور سره په ارباب هاوس کې د کابینې ځانکړې ناسته وشوه نو دې راته وئیل :
“چې په پښتون او پښتنه خاوره کې بل هیڅ سیاست د قام د ګټې نۀ شي کیدای بغیر د پښتون نېشنلزم او پښتون نېشنلزم هم د انټرنېشنلزم په چوکاټ کې”

د نن نوې نسل ټولو هغه پښتنې ښځینوو ته مې خواست دی چې دوی باید د بېګم نسیم ولي سیاسي مبارزه او سیاسي ژوند وۀ لولي او ځان ترې خبر کړي نو شاید ډېر څه به ځنې زدکړه.

مور بي بي چې په کال ۱۹۳۳م کې د امیر محمدخان کاکا په کور مردان کې سترګې پرانستې وې او نن د ۸۸ کالونو په عمر کې له دې نړۍ د تل د پاره سترګې پټې کړې.

روح یې او یاد یې تل پاتې

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه