لیک: الهام ملاخیل
تنقیدي سوچ یو مرکب توری دی چي له دوو تورو تنقید او سوچ څخه منځ ته راغلی دی تنقید مانا د یو شي کره او کوټه(تور او سپین، غلط او صحیح) معلومول دي او سوچ مانا ذاتي رایه سوچ یو انساني ذهني صلاحیت ته وایي
نو د تنقیدي سوچ cricticall thinking مانا یو داسې ذهنیت لرل چي هغه د یو څېز په اړه د کره او کوټه یا تور او سپین تر مابین فرق وکړي
تنقید مختلیف ډولونه لري او خپلې خپلې زاویې لري د بېلګې په ډول ادبي تنقید،سیاسي تنقید،معاشرتي تنقید، علمي یا ساینسي تنقید، مذهبي تنقید وغیره
معاشره( ټولنه) چي په انګرېزي زبه کې ورته socity وایي د معاشرې وجود له انسانه پرته نا ممکن دی ځکه معاشره او د معاشرې کار کتار(روابط)، سټرکچر او اعمال انسانان جوړوي
دنیا لویه معاشره د بیا د معاشرې تقسیم د مذهب، قوم او نسل په اساس ویشل کېږي مثلا له دنیا نه زموږ معاشرې ته راتګ په پښتنه معاشره بدلېږي د معاشرې د پاره د منظمتیا ( تنظیم)ضرورت وي ځکه انسانان مختلیف تعصوبونه لري لکه مذهبي،سیاسي،جغرافیایي،کلتوري،ذاتي او نسلي وغیره
شخصیت د انسان ذاتيت ته ویل کېږي یعني د انسان ظاهري او باطني دواړه اعمال په شخصیت کې راځي کله چي انسان ماشوم له موره پیدا سي نو دغه ماشوم هیڅ کوم مذهب،نسل،قام،قبیله،د ښو او بدو تصور او کلچر نه پېزني خو کله چي دی د عمر په لحاظ رالوېږي او دی څه د پینځو حواسو له لارې ویني نو هغه د د په شخصیت تاثر کوي او د ده شخصیت ترېنه جوړېږي
راګرځم موضوع ته موږ په یو داسې معاشره کې ژوند کوو چېرته چي په سیاسي،مذهبي،ساینسي او فلاسفی افکارو او بحثونو باندې ډېر لوی قدغن دی دا قدغن شعوري طور يو چا لګولی دی او زموږ د معاشرې ځیني انسانان یې غیر ارادي طور پر مخ بیایي تنقیدي سوچ انسان ته ډېر ضرورت لري دا دنیا او د دې مادي پرمختګ ( ساینس او ټیکنالوجي او علوم)یعني پینځه زره کاله مخته ژوند او وسنۍ یویشتمه پېړۍ تاسې خپله سره پرتله کولای سئ چي څومره بدلون پکې راغلی دی او څومره لا راروان دی چي تصور یې ناممکن دی لنډه داچې موږ به تنقیدي سوچ ته وده ورکوو په معاشره کې دا قدغنونه ختمول پکار دي
دا خو مالومه خبره د چي په معاشره کې تنقیدي سوچ ډېر کم خلک لري او په ځانګړي ډول بیا په پښټنه او هغه هم قبایلي معاشره کې ځکه دلته د هر جهالت انتها ده که سیاسي دی،که مذهبي دی،که اخلاقي دی،که کلتوري دی داسې نور……..
نو حل لاره یې دا د چي هر هغه شخص چي په معاشره کې د خپل تنقیدي سوچ اړوند بدلون راوستل غواړي هغه به د خپلو شخصي اعمالو ډېر لوی خیال ساتي
زما ملګري بلکې استاذ فضل اشنا یوه ورځ د شخصیت په اړه ډېره ښه خبره راته وکړله چي ” په پښتنه معاشره کې د انسان ذاتي عمل داسې دی لکه سپینې جامې نو په سپینو جامو تور ټاپی ډېر زر ښکاره کېږي ” مطلب مي دادی چي دلته د جهل انتها ده ذاتي تعصبات دي،مذهبي فرقیي تعصبات دي،سیاسي نظریاتي تعصبات دي زاړه کلتوري روایتي تعصبات دي.
نو که څوک غواړي چي ټولنیز اصطلاحات راولي نو بیا د ډېرو شیانو سره احتیاط په کار دی او هغه احتیاطونه په مختلیف ډول دی دوه یې دلته بیانوم چي ډېر ضروري دي لومړی مذهب ( دین ) دویم کلتور(رسم رواج،روایات،نفسیات) ځکه پښتانه سر نه خلاصوي سرماتوي
پښتانه له دلیل نه نه بلکې له ذاتي خېټالوجۍ کار اخلي دلیل په دوی کې یو ډېر بد کار دی پښتانه بحث د دې د پاره نه کوي چي معلومات زیات کړي بلکې د دې د پاره یې کوي چي څوک پړ کړي او خپله انا ego مطمینه کړي او دا عمل د پښتانه په خټه کې اخشل سوی دی .


