لیک: ډاکټر لطیف یاد
ددراني شاه زمان واکمني اوپه کشمیرکې افغاني حکمرانان:
د دراني تیمورشاه تر مړینې وروسته دده زوی شاه زمان دراني په ۱۷۹۳ زیږدیز کال کې دافغانستان واکمن شو. دده دواکمنۍ په وخت کې لاندنیو افغاني صوبه دارانو پر کشمیر حکمراني کړې ده :
۲۰- رحمت الله خان :
نوموړی دجمعه خان الکوزي زوی اوپه ۱۲۰۸ لمریز کال کې دمیرهزارخان تر پرزولو وروسته دکشمیر دسیمې دافغاني صوبه دار په توګه وټاکل شو. ده داحمد خان شهنجي باشي سره په مخالفت لاس پورې کړ او هغه وخت چې درانی واکمن شاه زمان خبرشونو دواړه یې خپل حضورته ور وغوښتل او دده پرځای یې کفایت خان دکشمیر دصوبې د افغاني صوبه دار په توګه وټاکه . رحمت الله خان دڅلورو میاشتو لپاره دکشمیر دسیمې صوبه دارو.
۲۱- کفایت خان :
نوموړی په ۱۲۰۸ لمریز کال کې ددراني واکمنۍ له خوا دکشمیر دسیمې دصوبه دار په توګه وټاکل شو. ده میرزا بدرالدین او میرزا رضا دخپلو سلاکارانو په توګه او ملا سعود یې دکشمیر دسیمې دقاضي او ملا عبدالله یې دمفتي په توګه وټاکل.
کفایت خان یو باتدبیره ، سخي او دښو کړو وړو څښتن و .په کشمیر کې دده دصوبه دارۍ لا درې میاشتې نه وې تیرې شوې چې کابل ته لاړ. هلته یې پنځه میاشتې تیرې کړې او بیا یې ددراني واکمن شاه زمان له حضوره رخصت واخیست او بیرته کشمیر ته لاړ. نوموړی په کشمیر کې یو کال صوبه دار پاتې شو او بیا ددراني زمان شاه له خوا دامیر خان زوی ارسلا خان دکشمیر د صوبه دارۍ چارې پر غاړه واخیستې ، خو کفایت خان دځان له خوا محمد خان جوان شیر دخپل نائب په توګه وټاکه او کشمیر ته یې ولیږه او تر هغه وروسته محمد خان جوان شیر د ۱۲۰۹ لیږدیز/هجري کال دشوال دمیاشتې په پنځمه نیټه ځان کشمیر ته ورساوه.
۲۲- محمد خان جوان شیر:
نوموړي په ۱۲۰۹ لیږدیز/هجري کال کې په کشمیر کې دصوبه دارۍ دچارو واګې په خپل لاس کې واخیستلې .نوموړي کفایت خان په چل ول سره ونیوه او زنداني یې کړ، خو کفایت خان تر څو ورځو وروسته دیوه ایلچي له خوا کابل ته بوتلل شو.
دمحمد خان جوان شیر دصوبه دارۍ په وخت کې دځینو امراوو تر مینځ مخالفتونه پیل شول او محمد خان جوان شیر دهمدغو امراوو له خو ا اسیر کړل شو.
هغه وخت چې دراني واکمن شاه زمان ددغې پيښې نه خبر شو نو شیر محمد خان مختار الدوله یې دجمعه خان الکوزي دزوی عبدالله خان په ملګرتیا په یوه پلاوي کې کشمیر ته ولیږل څو دغه حالات کنټرول کړي او سر غړوونکي وځپي او دغه شر او فتنه له مینځه یوسي او دفعه یې کړي . کله چې هلته حالات سم شول او دغه شر او فتنه له مینځه لاړه نو شیر محمد خان مختار الدوله ، محمد خان جوان شیر له ځانه سره کابل ته بوت او دراني واکمن شاه زمان دده پر ځای په کشمیر کې عبدالله خان الکوزی دصوبه دار په توګه و ټاکه.
( نوربیا )


