یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد باچاخان "زما ژوند او جدوجهد"

د باچاخان “زما ژوند او جدوجهد”

لیک: محب ښېراز

د باچاخان ژوند لیک مې تر دې وړاندې په تفصیل او ځیرکتیا سره نۀ وو وئیلی او زیات مې هغه څۀ وئیلي وو چې نورو لیکوالانو د باچاخان په حقله یا د دۀ د مبارزې په حقله یې لیکلي وو. خو اوس مې دا توان وه موند چې دا مهم او بیخي هر اړخیز کتاب ولولم او دا د دې روژې برکت دی چې د دې کتاب د وئیلو توان یې راوه بخښی.

نور پر کتاب هیڅ تبصره نۀ کول غواړم ولې چې دا کتاب په یوۀ فېسبوکي تبصره کې راغونډول له دې اثر سره زیاتوب دی البته صرف یو څو داسې نقطو ته به اشاره وکړم چې زما په نظر مهمې دي او یا پکې دړدونکې حالت ته سړی وړي.
زۀ صرف دومره وایم چې د دې کتاب له وئیلو پس کوم څۀ د انسان په ذهن کې لکه ټپ پاتېږي.

په لنډه توګه یې داسي بیان کولی شم.
۱.د باچاخان د ژوند هره لمحه د خپل قام،مذهب او انسانیت د سرلوړۍ د پاره تېره شوې ده.چې پکې د اته دېرشو کلونو زندان، وهل ټکول شل کاله شاوخوا د کور او کلي او صوبې ورباندې بندیزونه او باقي ژوند ټول په تحریک،مبارزه،سکولونه پرانستل،سیاسي جلسې او جرګې کول او د اولس په منځ کې تېرول.

۲. باچاخان چې کله مبارزه پېل کړې ده یعنې ۱۹۲۱م څخه بیا تز مرګه مسلسل شل ورځې یا شپې یې په خپل کور کې نۀ دي تېري کړې بس ژوند یې مبارزه، مبارزه او مبارزه دی.

۳.د خپل قام او اولس د پاره یې په انساني تاریخ کې په لومړي باقاعده د عدم تشدد پر مفکوره یو تحریک پېل کړی دی چې بالکل په دې کار کې بریالی پاته شوی دی.

۴.د قامي آزادۍ د پاره یې په لومړې ځل د پښتون نېشنلزم فکر او نظریه باقاعده د یو تنظیم په شکل کې په منظم انداز پېل کړې ده چې تر دې وړاندې په پښتون تاریخ کې باقاعده قامي مبارزه څرک نۀ لري.

۵. باچاخان، تحریک اصلاح الفاغنه او د خدائي خدمتګار تحریک د پښتون سیاسي،ټولنیز او ادبي تاریخ داسې روڼه دوره ده چې نۀ تر دې وړاندې یې اثرات ښکاري او نۀ راوروسته یې څۀ خاطرخوا اثار ښکاري. یعنې لوی ثبوت یې دا دی چې که د علم، پوهې،هنر،زدکړې،سیاست،ادب په حقله په پښتون تاریخ کې د دې تحریکونو کار او زیار منفي شي نو شاید د معیار کوم څۀ به پاتې نۀ شي سېوا د زرین یا خوشحال خاني دورې د شاعرۍ نه.

۶.پښتون وطن څخه انګرېز پسې اخیستل او پښتون قام د ته ووټ حق ورکول یې د پارلماني سیاست بنیاد ایښی دی. چې دا هم د ټول هندوستان د اولس دپاره یو تاریخي پړاو دی.

۷.په سیاست کې د وفادارۍ تر انتها پورې د تللو یو لوی او روڼ مثال هم مونږ د هم دې دورې لوی ثبوت ورکولی شو چې پښتون یو وفادار او د سولې علمبردار قوم دی او باچاخان او د دۀ ملګرو په تحریک خدائي خدمتګار دا ثابت کړي دي.

۸.یوۀ مغالطه چې اکثر پښتانۀ یې کوي چې دا تحریکونه صرف سماجي تحریکونه وو هیڅ سیاسي تحریکونه نۀ وو. دلته د دې کتاب په وئیلو سره دا رډه ثابیتیږي چې له ۱۹۱۰م څخه چې کله باچاخان د آزاد مدرسې پرانسته پېل کړي دي نو هم یو خاص سیاسي مرام له مخې او بیا ۱۹۲۱م اصلاح الفاغنه تحریک، بیا پښتون اخبار ۱۹۲۸ او بیا ۱۹۳۰م کې خدائي خدمتګار تحریک دا ټول د مسلسل سیاسي مبارزې لړۍ ده او د یو پراخ اوږدمهال مرام په نظر کې د ساتلو سیاسي تسلسل دی چې لا دوام لري.

۹.په دې مبارزه کې د ژوند هر اړخ ته په پراخ مټ او شعوري توګه ځای ورکړل شوی دی چې که تۀ دا کتاب وايې نو حېران به شې چې یو پښتون څوک هم دومره منظم کیدای شي او د صبر یو لوړ مینار جوړېدای سي؟د یو منظم تنظیم زدکړه له دې کتاب مطالعه کولو سره په بشپړ توګه انسان ته په لاس ورتلی سي.

۱۰.د میني، محبت، خلوص، وفادارۍ،صبر، باور، مظلومیت، انساني عظمت څومره زورور او مضبوط علامتونه او ثبوتونه په دې کتاب کې په مخه درتلی سي.
۱۱.د یو منظم سیکولر او سوشلسټ جمهوریت علامتونه په دې کتاب کې د باچاخان د شخصیت او مبارزې په کې له ورایه برېښي.
په دې کتاب د هغه ډېرو مغالطو تصحیح شته کوم چې د باچاخان ، د دۀ له تحریک سره، د دۀ له مفکورئ سره تړون لري او په غلط العام بدل شوي دي.

زۀ د لیک د نۀ اوږدولو له وجې تاسو هم د دې کتاب وئیلو ته رابولم او خاص هغه څوک کوم څوک چې د باچاخان له مفکورې، سیاست او ترط سیاست سره کلک اختلاف لري د هغوی د پاره خو فرض دی چې وه یئ وایي.

دا او داسي بلا ډېر صفتونه دا کتاب لري زما په اند دا کتاب د پښتنو د نېشنلزم او د قامي مبارزې یو منظم ضابطۀ سیاست
دی او د پښتون قام د پاره د انجیل حیثیت لري. کوم څوک چې هم د پښتون نېشنلزم باندې یقین لري او دا مفکوره د ځان د خلاصون لار ګني نو لازمي دی چې دا کتاب دي ولولي ګنې هیڅ به د قامي مبارزې په الف با خبر نۀ شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه