یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د شهیدانو شمیره ۱۳۹...

په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د شهیدانو شمیره ۱۳۹ تنو ته لوړه شوه

ویب ډیسک

د اسرائیلو جنګي‌ الوتکو د غزې په لویدیځو برخو کې د شاتي د کډوالو پر کمپ کې پر یو کور هوايي برید وکړ چې په نتیجه کې ډیری ماشومان ۱۰ تنه فلسطینیان په شهادت ورسیدل.

د ویلو ده چې د اسرائیل لخوا د مې د میاشتې د لسمې نیټې نه راپدیخوا په روانو بریدونو د شهید شوو فلسطیني‌ وګړو شمیره ۱۳۹ تنو او د ټپیانو شمیره ۹۵۰ تنو نه واوښته.

اسرائیل یواځې تیره شپه د غزې په شمالي‌ برخو کې نږدې ۳۰ هوايي بریدونه کړي‌ دي.

د ویلو ده چې اسرائیلي‌ ځواکونو د ملکي‌ وګړو د کورونو سربیره پر جوماتونو او تعلیمي‌ مرکزونو او دفاترو هم بریدونه کړي‌ دي. د بریدونو په نتیجه کې د سیمې برښنا هم پرې شوې ده .

د بله پلوه د حماس د ډلې د سیاسي دفتر رئیس صالح الاروري خبر داری ورکړی دی چې اسرائیل لخوا د غزې پر خلاف پيل شوي‌ مځکني‌ عملیات به د اسرائیل لپاره په یو فلاکت بدل شي او د جګړې موازنه به بدله کړي.

هغه د حماس د ډلې اړوند د الاقصی د تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د مقامت ځواکونه د دښمن نه د لارې د ورکولو او هغوې ته د ډیر ښه سبق ورکولو په خاطر د پخوا په پرتله په لا پرمختللو وسلو سمبال دي‌ او داسې سبق به ورکړي‌ چې د تل لپاره يي په یاد ولري

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه