دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدپښتنو دشجرې تاریخي ریښې دبني اسرائیلیت په اړوند:

دپښتنو دشجرې تاریخي ریښې دبني اسرائیلیت په اړوند:

لیکوال : لطیف یاد
د پښتنو د شجرې تاریخي ریښې دبني اسرا ئیلی تپه اړوند دهغه کتاب نوم دی چې په دې وروستیو وختونو کې زموږدهیوادتکړه څیړونکي او دپراخې علمي مطالعې خاوند ښاغلي زمري محقق دخپلو علمي څيړنو پربنسټ لیکلي دی او په دغه برخه کې یې ډیرعلمي اثار مطالعه کړي او لوستلي دي. دکتاب لیکوال دهغو لیکوالانواو پوهانو نظریات راوړي دي چې دپښتنوداصل او نسب په اړوند د دووبیلابیلو نظریوخاوندان دي .یودهغو پوهانو ،تاریخ لیکونکواو ختیزپیژندونکو نظریات دي چې پښتانه بني اسرآئیل بولي اودیهودانو له لسو ورکو شووقبیلو نه یې شمیري او یا یې هم دنړۍ په نوروقامونو او قبیلوور تړي اوورګډوی یې .دویم یې دهغو پوهانواو ختیزپیژندونکو نظریات راوړي دي چې هغوي ددغې لومړنۍ نظریې سره مخالفت کوي او په دې اند دي چې پښتانه آریا ئیان دي او ژبه یې هم هندو -اروپايي یعنې آریا یي ژبه ده او دژبې دقواعدو پر بنسټ هم له عبر ي ژبې سره چې دیهودانو ژبه ده کوم اړخ نه لګوي.

لکه چې آغلو او ښاغلو لو ستونکو ته به جوته وي چې بیلابیلو تاریخپوهانو اوتوکم پیژندونکو دپښتنو داصل او نسب او په بني اسرائیلواونوروقامونو پورې دهغو دتړلو په اړوند بیلا بیل او ګډ وډ نظریات وړاندې کړي دي چې ځینې پکې پښتانه دمصر دقبطیانو اولاده ګڼي، څوک یې بني اسرا ئیل بولي، څوک یې ارمنیان، څوک یې یونانیان، تاتاریان ، هپتالیان او ساکان، څوک یې بابلیان جټان ، ترکان، عرب او څوک هم دوی دهندي راجپوتانو اولاده ګڼي او ان ځینو نورو متعصبو لیکوالانو په خپلو لیکنو کې پښتانه د دیوانو او شیطانانو اولاده ګڼلې ده او ددوی ژبه هم ددیوانو او دوزخیانو ژبه بولي چې څومره پوچه، خیالي، دخندا وړ او بې بنسټه خبره ده، همدارازدپښتنو دبني اسرائیلیت د نظریې په اړوند هم ډیر کتابونه او مقالې لیکل شوي دي او هم په ټولنیزو رسنیو او سوشل ميډیا کې ډیرې ویډیو ګانې اولیکنې هم خپرې شوي دي چې دپښتنواصل اونسب بني اسرائیلو ته منسوب کړي او په هغو پورې یې ورونښلوي چې داکارنه یوازې پښتنو لیکوالانو او توکمپوهانو کړی دی بلکې ډیرو ختیزپیژندونکواواروپائیانو هم او یو شمیردغرض خاوندانو هم په تیرو اوهم په اوسني وخت کې کړی دی او د پښتنو د اصل او نسب په اړوند یې ګډې وډې او بې بنسټه لیکنې کړي دي او کوي یې او په دې اړوندیې ډیرې خیالي افسانې هم راوړي دي چې پښتانه کله په یو چا او کله هم په بل چا او کله هم په یو ه نسل او توکم او کله هم په بل نسل او توکم پورې وتړي. دغه دتاریخ او توکم پوهنې او اتنو ګرافۍ دعلم نه ناخبره تش په نامه لیکوالان پر هغو بې بنسټه لیکنو هم تکیه کړې ده چې دژبپوهنې او اتنوګرافۍله اصولوسره اړخ نه لګوي.هغو لیکوالانو او تاریخپوهانو چې په خپلو پخواني کتابونو کې یې پښتانه بني اسرائیلو ته منسوب کړي دي پکې دمخزن افغاني لیکوال نعمت الله هروي ،

دآئین اکبري لیکوال ابو الفضل علامي ،د تذکرة الابراروالا شرارلیکوال آخوند درویزه او هم ځینې پښتانه تاریخپوهان او نسب پیژندونکي لکه د پښتنو دتاریخ لیکوال قاضي عطاالله خان ، د خلاصتّه الانساب لیکوال حافظ الملک حا فظ رحمت خان ، د صولت افغاني دتاریخ لیکوال زردار خان نا غر ، د تاریخ مر صع لیکوال افضل خان خټک او دافغانانو د نسلي تاریخ دکتاب د لیکوال خان روشن خان نومونه یادولی شو. همداراز په اروپا یي ختیزپیژندونکو ( مستشرقينو )کې جیورج روز، ویلیم موګرافټ، میسن چارلز، سر جونز، اليکزينډر برنس او راورټي هم د يادونې وړ دي چې هغوی هم په همدې نظر دي چې پښتانه یهو دیان دي ،خو بیا قاسم هندوشاه په تاریخ فرشته اوزین الدین احمد په رسا له انساب افا غنه کې دوی قبطیان بللي دي.
همداراز اسرائیلی نسب پیژندونکي او ځیني یهودي لیکوال هم دا هڅه کوي هم دا چې وښيي چې پښتانه دیهودو له نسله دي . دبیلګې په توګه کوګان لیکي، پښتانه د افغانستان او پاکستان په غرونو کې له زرګونو کلونو راهېسې میشت دي،سره له دې چې پښتانه مسلمانان دي، خو دوی بیا هم د پښتونولۍ په نامه قانون کې ژوند تېروي، هغه قانون چې دحضرت مو سی(ع) یا (موسايي قانون اوشریعت ) سره ورته والی لري .

لیکي چې ځینې پښتني دودونه چې د مسلمانانو په منځ کې عام نه دي، خو په یهودیت کې ریښې لري، لکه په اتمه ورځ د ماشوم ختنه یا سنتول، د جمعې په شپه د شمعو لګول، د ورور کونډې سره نکاح او داسې نور.
دوی په دې اړوند ډیرې ویډیو ګانې هم خپرې کړي دي او د آی ټرایب په نامه ددوی یو سازمان د پښتنو په ګډون د ورکو شویو قومونو په اړه کار کوي او غواړي چې د یهودو د تبعید شویو قومونو تر منځ د اړیکو پلونه جوړ کړي.
په پښتنو تاریخپوهانو کې چې پښتانه دبني اسرائیلو اولاده نه ګڼي دارواښاد پوهاند عبد الحی حبیبی ، ارواښاد پوهاند عبدالشکوررشاد ، دپښتانه دتاریخ په رڼا کې دکتاب لیکوال ارواښادظفر کاکا خیل ، ارواښاد استاداحمدعلی کهزاد او همداراز په اروپایی لیکوالو اوختیزپیژندونکو کې دمونټ سټوارټ الفنسټن اوډورن نومونه اخیستلی شو چې په خپلولیکنو کې دانظریه رد کړه چې ګنې پښتانه دې بني اسرائيل وي.

د پوهانوهغه ډله چې د پښتنو دبني اسرائیلیت نظریه مردوده بولي په حقیقت کې دوی دژبپوهنې په رڼاکې دغه نظریه ردوي اودبطلان کرښه پرې راباسي چې دا نظریه دهغې نظریې په پرتله چې پرافسانواو کیسو ولاړه ده معتبره ،علمي اوپیاوړې نظریه ده. دد غې دویمې نظریې پلویان چې زه یې هم تائیدوم په دې انددي:
۱-پښتانه آریائیان دي او ددوی ژبه پښتو دهندو اروپایي ياآریایي ژبونه ګڼله کیږي او پښتو ژبه دسنسکریت اوستا خورده.
۲-پښتو ژبه دنحوي قواعدو او اصولو او ګرامر له مخې يوه آريايي ژبه ده او له سامي ژبو نه چې عبري هم پکې راځي او دیهودوژبه ده هیڅ ورته والی نلري..

۳-دپښتنو نوم په لرغونو ویدي سرودونو کې په څرګنده او ښکاره توګه دپکهت پهامه راغلی دی او هیوادیې هم دپکتیکا او پکهتویس یا دپښتنو دټا ټوبي نامه یادشویدی .
۴-په بایبل او اولډ تیسټمینټ (تورات ) کې دافغان دکلمې هیڅ یادونه نه ده شوې چې دا دمخزن افغاني اودهغو کسانونظر ردوي چې وایي دافغان په نامه دحضرت سلیمان دپیغمبرۍ په وخت کې دساول پاچا چې په طالوت سره هم مشهور دی لمسی او دارمیا زوی و .
۵- موږ دمخزن افغاني دبې بنسټه لیکنې پرته چې په کوم ماخذونه او حوالې هم نلري داسې ډبر لیک اوبله کومه تاریخي لیکنه نه ده موندلی چې داثابته کړي چې پښتانه دې دبني اسرئیلو اولاده وي . حال داچې د آریا ئیانوسره د پښتنو داړیکو په اړوند ډیرتاریخي اسنادشتون لري.
۶- که چیرې پښتانه دیهودیانو له نسله وای نو په اوسني پر مختللې نړۍ کې چې دانسانانو ډې .این .ای ټیسټ چې یو ه ډیره ساده خبره ده دامساله به لا د ډیر ې پخوا نه ثابته شوې وای .
دپورتنیو د لایلو پربنسټ پښتانه په بني اسرئیلو پورې تړل یوه دخندا وړ خبره ده اوکوم علمی بنسټ نلري .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه