یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهغزه کې د اسراییلو وحشي بمبارۍ له نه ده دریدلې ـ شهید...

غزه کې د اسراییلو وحشي بمبارۍ له نه ده دریدلې ـ شهید فلسطینیانو شمیر ۳۵ته لوړ شو

ویب ډیسک

په غزه کې د اسراییلو وحشي بمبارۍ له نه ده دریدلې ـ شهید فلسطینیانو شمیر ۳۵ته لوړ شو ، په داسې حال کې چې ۱۰۰۰ ډیر کسان ټپیان شوي دي.

په فلسطین کې استوګنې ودانۍ د اسراییلي ځواکونو لخوا په نښه شوي ، چې له امله یې لسګونه ودانۍ د سقوط لامل شوې.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییلو په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمیر 35 ته لوړ شوی ، په داسې حال کې چې سلګونه ټپیان دي.

حماس مشرانو لخوا ویل شوي چې حماس هم په اسراییلو د توغندیو بریدونه کړي ، چې5 اسرایلیان پکې وژل شوي او شاوخوا 70 نور ټپیان دي.

د حماس په اسراییلو تر ۱۰۰ ډیر توغندیز بریدونه کړي او حماس دا راکټي بریدونه په غزه کې د 13 منزله استوګنې ودانۍ د اسراییلو د برید ځواب وباله.

اسراییل له لوی اختر وړاندې پر فلسطین برید کوي ، په بمباریو کې یې 28 تنه وژلي دي

د فلسطین سازمان حماس لخوا په بمبارۍ کې په اشکیلون کې د اسراییلو د تیلو پایپ لاین ویجاړ شو ، پداسې حال کې چې په اسرایل کې ښاریانو ته لارښوونه شوې چې بنکرونه کې ته دې ننوځي ـ

د اسرایل د دفاع وزیر ګواښ کړی چې په غزه باندې هوایي بریدونه یوازې پیل دي ، چې ډیر هدفونه په نښه کوي.

د حماس مشر اسماعیل هنیه د اسراییلو د دفاع وزیر ګواښ ته په ځواب کې وویل چې فلسطین دواړو ته چمتووالی لري اسرائیل تاوتریخوالی زیات کړي یا پای ته ورسوي.

په عین حال کې ، د اسراییلو په لد ښهار کې تاوتریخوالی لا زیات شوی ، او یهودي سخت دریځو په څو موټرو ته اور اچولی ، چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یې په لډ ښهارکې بیړنی حالت اعلان کړی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه