دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ملي امینت سلاکار له قزاقستان سره د نظامي همکاریو تړون لاسلیک...

د ملي امینت سلاکار له قزاقستان سره د نظامي همکاریو تړون لاسلیک کړ

ویب ډیسک

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب قزاقستان ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد له دفاع وزیر نورلان یرمک‌بایوف سره د نظامي همکاريو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

دغه راز د دغو دوو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو حوزو کې د نظامي ملاتړ لپاره دولت په دولت زمینه برابره شوه.

په دې هوکړه‌لیک کې د دغو دوو هېوادونو تر منځ په نظامي برخه کې ګډ تمرینونه، طبي همکارۍ، د تجهیزاتو نوي کېدل، تخنیکي او لوجسټیکي ملاتړ، جنګي روزنه او نظامي اطلاعاتي همکاري شامل دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه