ویب ډیسک
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي چې تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د بادغیس ولایت ابکمري ولسوالۍ او قلعه نو عمومي لاره کې طالبانو پروړاندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې ۴ طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپيان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
د دې پخواکې طالبانو چې یادې سیمې کې د ملکي او پوځي کسانو وژلو په موخه ۳ کړۍ ماینونه ځای پرځای کړي وو، دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغو عملیاتو کې دغه عمومي لاره د طالبانو له شتونه پاکه شوې او لاره د خلکو د تګ راتګ لپاره پپرانیستل شوې ده.


