دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ارغنداب ولسوالۍ د ویجاړ شوي پله رغنیز کار پیل شو

د ارغنداب ولسوالۍ د ویجاړ شوي پله رغنیز کار پیل شو

ويب ډیسک

ټولګټو وزارت د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د هغه وران شوي پله پر بیا رغونه کار پیل کړ چې د روان کال د وري میاشتې پر ۴مه نېټه د وسله والو مخالفینو له خوا د یوه موټر بم په وسیله ویجاړ شوی و.

دغه پُل ټولټال ۱۷۲ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري چې د چاودنې پر مهال یې ۴۰ متره برخه ویجاړه شوې وه.

ټولګټو وزارت د یاد پله د تخنیکي او تدارکاتي پړاونو تر سره کولو وروسته پرون د غبرګولي په ۲۶مه نېټه د ارغنداب پله پر ورانه شوې برخه د بیا رغونې کار پیل کړ، چې په جوړېدو سره به یې د ارغنداب د مشهورو آنارو دا ښکلې ولسوالي بېرته له کندهار ښار سره ونښلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه