دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهغزني کې د هدفي وژنو څلور عاملین وژل شوي

غزني کې د هدفي وژنو څلور عاملین وژل شوي

ویب ډیسک

د‌کورنیو چارو وزارت وایی چې غزني ښار کې څلور طالبان چې د قومي مشرانو او دولتي کار کوونکو په ترور کې یې لاس درلود، له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.

یاد کسان نن له غرمې وروسته د غزني ښار د پینځمې امنیتي حوزې په اړوند “قلاتي” سیمه کې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د وژل شویو طالبانو جسدونه له درې میله کلاشینکوف وسلو، یو عراده موټر، یوې قبضې تومانچې او دوه قبضو لاسي بمونو سره د پولیسو لاسته ورغلي دي.
خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه