دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران: پر څلورو دولتي بانکونو د سایبري برید ادعا، تخنیکي ستونزې لا...

ایران: پر څلورو دولتي بانکونو د سایبري برید ادعا، تخنیکي ستونزې لا هم روانې دي

د ایران د بانکونو د همغږۍ شورا وایي، د هېواد د څلورو مهمو دولتي بانکونو په سیسټمونو کې رامنځته شوې ستونزې د سایبري برید له امله رامنځته شوې دي

د ایران د بانکونو د همغږۍ شورا وایي، د هېواد د څلورو مهمو دولتي بانکونو په سیسټمونو کې رامنځته شوې ستونزې د سایبري برید له امله رامنځته شوې دي.

د شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي بانک، تجارت بانک، صادرات بانک او د صادراتو د پراختیا بانک ګډې ارتباطي زېربناوې د سایبري برید هدف ګرځېدلې دي، چې له امله یې د دغو بانکونو په ځینو برېښنايي خدمتونو کې خنډونه پیدا شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، تر اوسه داسې کومه نښه نه ده موندل شوې چې د پېرودونکو معلوماتو ته دې لاسرسی شوی وي یا دې د بانکونو معلومات له منځه تللي وي.

د ایران د بانکونو د همغږۍ شورا وایي، دغه تخنیکي ستونزې له تېرې ورځې راهیسې دوام لري او د حل لپاره یې پراخې هڅې روانې دي. د شورا په وینا، ځانګړې تخنیکي ډلې په بېړني ډول ګمارل شوې دي څو د بانکونو خدمات بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.

ایراني چارواکو د برید د عاملینو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې د پېرودونکو د معلوماتو خوندیتوب خوندي پاتې شوی او د ستونزې د بشپړ هواري لپاره کار دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د ایران پر بېلابېلو دولتي او مالي ادارو څو ځله سایبري بریدونه شوي، چې ځینې یې د خدماتو د لنډمهاله ګډوډۍ سبب هم ګرځېدلي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه