دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله ایرانه سلګونه افغان بندیان افغانستان ته ولېږدول شول

له ایرانه سلګونه افغان بندیان افغانستان ته ولېږدول شول

د افغانستان د زندانونو ادارې ویلي، له ایرانه ۵۷۳ افغان بندیان د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي

د افغانستان د زندانونو ادارې ویلي، له ایرانه ۵۷۳ افغان بندیان د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي، څو د خپلو بند پاتې مودې په افغان زندانونو کې تېرې کړي.

د زندانونو ادارې عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري ویلي، د لېږد بهیر په لومړۍ ورځ ۴۰۸ بندیان، چې یوه ښځه هم پکې شامله وه، افغانستان ته وسپارل شول او په دویمه ورځ ۱۶۵ نور بندیان هم راولېږدول شول.

د نوموړي په وینا، دغو ټولو بندیانو په خپله خوښه افغانستان ته د لېږد غوښتنه کړې وه او له رسېدو وروسته د زندانونو ادارې ته سپارل شوي دي.

د زندانونو اداره وايي، یاد کسان به د خپلو سزاوو پاتې موده د افغانستان په زندانونو کې تېره کړي.

مولوي مستري زیاته کړې، دا له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارت بیا واک ته رسېدلی، د بندیانو د لېږد یوولسم پړاو دی.

د هغه په خبره، ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې هم هغه افغان بندیان چې په ایران کې بندیان دي او افغانستان ته د لېږد غوښتنه یې کړې، هېواد ته راستانه شي.

د افغان بندیانو د لېږد دا لړۍ د هغو هڅو برخه بلل کېږي چې له مخې یې افغان وګړو ته زمینه برابریږي څو خپلې سزاوې په خپل هېواد کې بشپړې کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه