د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې وسله والو د پېښور ښار اړوند پر یوې امنيتي پوستې بريد کړی، چې له امله یې د سرحدي ځواکونو (اېف سي) شپږ غړي وژل شوي او اته نور له ځان سره بېولي دي.
د فرانسې خبري اژانس د پاکستاني چارواکو له قوله ويلي، بريد د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والو کړی دی. تر اوسه د تښتول شويو امنيتي ځواکونو د برخليک په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
پاکستاني چارواکي له اوږدې مودې راهيسې ادعا کوي چې د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې خوندي پناه ځايونه لري، خو د افغانستان اسلامي امارت دغه تورونه ردوي او بېبنسټه یې بولي.
د راپورونو له مخې، تېره مياشت هم په خيبر پښتونخوا کې د بېلابېلو وسله والو بريدونو پر مهال ۲۶ کسان وژل شوي وو.
په وروستيو مياشتو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امنيتي ستونزو او د وسله والو ډلو د شتون په اړه د متقابلو تورونو له امله اړيکې ترينګلې شوې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډه پوله څو ځله خونړۍ نښتې هم شوې دي.


