د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال په کوټه کې د سول روغتون له ډاکټرې ماه نور ناصر سره د شوي تیزاب برید پېښه په کلکو ټکو غندلې او هغه یې غیرانساني، د اسلام له لارښوونو، د پښتني دودونو او ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې بللې ده.
زیارتوال په یوه بیان کې ویلي، هېواد له بېلابېلو او ژورو بحرانونو سره مخ دی او اخلاقي بحران تر دې حده رسېدلی چې ټولنه یې د تباهۍ او بربادۍ تر پولې رسولې ده.
هغه زیاته کړې چې د حکومت د ناتوانۍ له امله د پېښې د اصلي حقایقو د روښانېدو فرصت له منځه تللی دی. د ده په وینا، د تورن کس د نیولو، عدالت ته د سپارلو او د پېښې د انګېزو او شالید د پلټنې پر ځای، د هغه په پولیسو نښته کې وژل کېدو د قضیې د ډېرو مهمو اړخونو د څرګندېدو مخه نیولې ده.
عبدالرحیم زیارتوال د پېښې پر مهال د پیرامیډیکس کارکوونکي عبدالرزاق خلجي مېړانه او زړورتیا هم ستایلې او ویلي یې دي چې نوموړي د خپل ژوند له خطر سره سره د اغېزمنې ډاکټرې د ژغورلو او مرستې هڅه وکړه.
هغه وویل، داسې اتلان د ټولنې ریښتینې شتمني ده او حکومت باید د عبدالرزاق خلجي د درملنې بشپړ لګښت پر غاړه واخلي او هغه په رسمي توګه وستايي او جایزه ورکړي.
زیارتوال زیاته کړې چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډاکټر ماه نور ناصر او د هغې د کورنۍ د غم او کړاو شریک دی او د هر ډول اخلاقي، ټولنیزې او اقتصادي مرستې لپاره به ورسره ولاړ وي.


