چهارشنبه, جون 10, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد «۹ ګُله» دستمال؛ د ګډ فرهنګي میراث یوه نښه

د «۹ ګُله» دستمال؛ د ګډ فرهنګي میراث یوه نښه

د «۹ ګُله» دستمال، چې د سلام مفتون پر غاړه لیدل کېږي، د هزاره قوم له پخوانیو او دودیزو ټوکرانو څخه ګڼل کېږي.

ليکنه: داود جبارخیل

د «۹ ګُله» دستمال، چې د سلام مفتون پر غاړه لیدل کېږي، د هزاره قوم له پخوانیو او دودیزو ټوکرانو څخه ګڼل کېږي. هزاره مېرمنو له پخوا زمانو راهیسې تر نن ورځې پورې دغه ټوکر د چادر، روسرۍ او دودیزو جامو په توګه کارولی دی. دا دستمال یوازې یو عادي پوښاک نه، بلکې د هزاره‌وو د فرهنګي هویت او دودونو یوه مهمه برخه بلل کېږي.

په ودونو او خوښیو کې هم «۹ ګُله» دستمال ځانګړی ځای لري. معمولاً د ناوې او زوم جامې په همدې ټوکر کې تاوېږي او د واده په ورځ، کله چې د زوم جامې د مراسمو ځای ته وړل کېږي، د هغه اړوند توکي هم په همدې دستمال کې ایښودل کېږي. دغه ټوکر د دودیزو جامو او چادرو په جوړولو کې هم د هزاره‌وو ترمنځ پراخ استعمال لري.

د سلام مفتون پر غاړه د دې دستمال لیدل یوه په زړه پورې پوښتنه راولاړوي؛ آیا د مفتون کورنۍ له بدخشان مېشتو هزاره‌وو سره تړاو لري؟ او که دا د بدخشان د بېلابېلو قومونو ترمنځ د ګډو فرهنګي ځانګړتیاوو څرګندونه کوي؟

بدخشان له پخوا راهیسې د بېلابېلو قومونو د اوسېدو سیمه پاتې شوې ده او هزاره‌وو هم د دغه ولایت په ځینو برخو کې تاریخي شتون درلودلی دی. له همدې امله د بدخشان د اوسېدونکو او په ځانګړي ډول د بدخشان د هزاره‌وو ترمنځ د ګډو فرهنګي ارزښتونو، دودیزو جامو، ټولنیزو مراسمو او تاریخي اړیکو څېړنه د خلکو پېژندنې (انسان‌شناسي) او تاریخ له پلوه ارزښتمنه موضوع ګڼل کېږي.

داسې ښکاري چې تر اوسه په دې برخه کې پراخې او هر اړخیزې میداني څېړنې نه دي ترسره شوې. حال دا چې دا ډول څېړنې کولای شي د افغانستان د بېلابېلو قومونو ترمنځ د تاریخي او فرهنګي اړیکو په اړه لا ډېر معلومات وړاندې کړي.

بې‌شکه د «۹ ګُله» دستمال او ورته نورو ګډو فرهنګي نښو څېړنه کولای شي د هزاره‌وو او د بدخشان د نورو اوسېدونکو ترمنځ د تاریخي او فرهنګي اړیکو د ښه درک لپاره نوې لارې پرانیزي او د افغانستان د ګډ فرهنګي میراث په اړه لا ژوره پوهه رامنځته کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه