چهارشنبه, جون 10, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاڅکزی: اوس چوپ پاتې کېدل جرم دی، هېواد به کورنۍ جګړې ته...

اڅکزی: اوس چوپ پاتې کېدل جرم دی، هېواد به کورنۍ جګړې ته پرېنږدو

د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر محمود خان اڅکزي د بلوچستان د وکیلانو شورا غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې د پاکستان او بلوچستان ستونزې یوازې د حقیقت، عدالت او اساسي قانون پر بنسټ حل کېدای شي.

د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر محمود خان اڅکزي د بلوچستان د وکیلانو شورا غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې د پاکستان او بلوچستان ستونزې یوازې د حقیقت، عدالت او اساسي قانون پر بنسټ حل کېدای شي.

هغه وویل، یوازې د سردارانو او نوابانو په راټولولو سره ستونزې نه هواریږي، بلکې د ولس د استازو او ټولو سیاسي او ټولنیزو اړخونو ګډون اړین دی. د نوموړي په وینا، د ۱۹۷۳ کال اساسي قانون د اوږدو مبارزو او قربانیو پایله ده او په هر هېواد کې شخړې او ستونزې د قانون او عدلیې له لارې هواریږي.

محمود خان اڅکزي زیاته کړه، په هغه هېواد کې چې د ولسي جرګو څوکۍ د پیسو په بدل کې ترلاسه کېږي، د بېوزلو خلکو ستونزې نه شي حل کېدای. ده وویل، په پاکستان کې باید رښتینې او بې پرې ټاکنې ترسره شي، څو ولس ته د خپلې خوښې استازي د ټاکلو فرصت برابر شي.

هغه وویل، د حق او عدالت خبره کوونکي کله ناکله د غدارۍ له تورونو سره مخ کېږي، خو د پاکستان اساسي قانون د وګړو حقونه او د غدارۍ حدود په څرګنده توګه ټاکلي دي.

د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر ټینګار وکړ، چې د بلوچستان پر طبیعي شتمنیو لومړنی حق د همدې سیمې د خلکو دی. نوموړي وویل، دوی د هېچا پر ضد نه دي، خو دولتي نظام باید د سیاسي مخالفتونو د ځپلو لپاره ونه کارول شي.

اڅکزي خبرداری ورکړ، چې هېواد باید د کورنۍ شخړې او بې ثباتۍ پر لور ونه ټېل وهل شي. د هغه په وینا، په اوسنیو حساسو حالاتو کې چوپ پاتې کېدل هم یو ډول جرم دی، خو دوی به د چا پر ضد کرکجنې خبرې ونه کړي او تمه لري چې د دوی پر سیاسي او ولسي فعالیتونو بندیزونه ونه لګول شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه