چهارشنبه, جون 10, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد لرغوني ايران هخامنشي سترواکمني

د لرغوني ايران هخامنشي سترواکمني

که څه هم د ايران د انسانانو تاريخ ډېر لرغونی دی، خو د دغه هېواد د تاريخي دورې د واکمنيو او سترواکمنيو څرک ډېر روښانه دی.

لیکنه: رفیع الله خان

که څه هم د ايران د انسانانو تاريخ ډېر لرغونی دی، خو د دغه هېواد د تاريخي دورې د واکمنيو او سترواکمنيو څرک ډېر روښانه دی. په دغو واکمنيو کې د هخامنشي سترواکمنۍ نوم د شهرت او اغېز له پلوه ځانګړی ځای لري. دا سترواکمني د ميلاد نه شاوخوا دوه نيم زره کاله وړاندې، د شپږمې مخزېږديزې پېړۍ په نيمايي کې رامنځته شوه او د سکندر مقدوني د يرغلونو په پايله کې په ۳۳۱ او ۳۳۰ مخزېږديز کلونو کې پای ته ورسېده.

د هخامنشي سترواکمنۍ لومړنی سترواک کوروش و، چې په تاريخ کې د «لوي کوروش» په نوم يادېږي. نوموړي په ۵۳۹ مخزېږديز کال کې د بابل واکمني ړنګه کړه او د هخامنشي سترواکمنۍ بنسټ يې کېښود. کوروش خپلې ولکې ته پراختيا ورکړه او د هند پر لور يې ګندهارا او ځينې نورې سيمې هم ونيولې.

د بابل تر نيولو شاوخوا لس کاله وروسته کوروش ومړ او زوی يې کمبوجيه پر تخت کښېناست. کمبوجيه د خپل پلار پوځي لړۍ روانه وساتله او د عراق له لوېديځ څخه تر شمالي مصر پورې يې د هخامنشي سترواکمنۍ ولکه ټينګه کړه.

په همدې مهال، چې کمبوجيه په مصر کې بوخت و، په ايران کې يو پاڅون رامنځته شو. برديا ځان واک ته ورساوه او ادعا يې وکړه چې د کوروش زوی دی، خو ډېری تاريخپوهان دا ادعا ناسمه بولي. کمبوجيه د واک د بېرته ترلاسه کولو لپاره د ايران پر لور وخوځېد، خو پلازمېنې ته له رسېدو وړاندې ووژل شو.

په ايران کې د واک پر سر د سيالۍ او ګډوډۍ پر مهال دارا برديا ته ماتې ورکړه او د سترواکمنۍ واګې يې په لاس کې واخيستې. هغه پاڅونوال وځپل او برديا يې هم له منځه يووړ.

د دارا د واکمنۍ پر مهال (۵۲۲ – ۴۸۶ مخزېږديز) هخامنشي سترواکمني د ځواک او پراختيا تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده. نوموړي نه يوازې پخوانۍ نيول شوې سيمې ټينګې کړې، بلکې تر يونان پورې ورسېد او د يونان يو شمېر ښار-دولتونه يې تر خپلې ولکې لاندې راوستل. خو د يونان په لرې سيمو کې د هغه پوځي هڅې دومره بريالۍ نه وې. وروسته د يونان بېلابېلو ښار-دولتونو يووالی رامنځته کړ او اوږدې او سختې جګړې ونښتې، چې په پايله کې يونانيانو خپله خپلواکي وساتله.

له دارا وروسته نهه نور هخامنشي واکمنان هم تېر شول. وروستی يې دارا درېيم و، چې په ۳۳۰ مخزېږديز کال کې د سکندر مقدوني له لوري مات شو.

څرنګه چې سکندر ډېر ژر ومړ، نو د هغه د سترواکمنۍ ختيځې سيمې د هغه پوځي قوماندان سيلوکس نيکاتور تر ولکې لاندې راغلې. نوموړي له ګندهارا څخه د شام تر پولو پورې واکمني ټينګه کړه، چې په تاريخ کې د سيلوکي سترواکمنۍ په نوم يادېږي.

له بلې خوا، د سکندر بل قوماندان بطليموس له شام څخه تر مصر پورې خپله واکمني جوړه کړه، چې د بطليموسي سترواکمنۍ په نوم پېژندل کېږي. دغه دواړه سترواکمنۍ يو له بل سره په سيالۍ کې ښکېلې وې.

کله چې چندرګپت موريا په شمالي هند کې واک ترلاسه کړ او د شمال لوېديځ پر لور يې پراختيا پيل کړه، سيلوکي واکمنانو ورسره سوله وکړه. هغوی د کندهار تر سيمې پورې ځينې سيمې چندرګپت ته وسپارلې او په بدل کې يې له هغه څخه سلګونه فيلان او جنګيالي ترلاسه کړل. د دې تړون موخه دا وه چې سيلوکي واکمنان خپل لوېديځ سرحدونه د شام پر لور خوندي کړي، ځکه چې هغه سيمې ورته د افغانستان او شمالي هند له لرې پرتو سيمو څخه ډېرې ارزښتناکې وې.

هخامنشي واکمن ته به «د پاچاهانو پاچا» ويل کېدل. دا لقب د هغوی د پراخې سترواکمنۍ او منظمې ادارې له امله ورکړل شوی و. هغوی به د نيول شويو سيمو مخور او سيمه ييز واکمنان بېرته د دولت په چارو کې ورګډول. دغو سيمه ييزو واکمنانو د سيمو د اداره کولو او د ماليو د راټولولو مهمه دنده لرله. ټولې ماليې به پلازمېنې ته لېږدول کېدې او له هغه ځايه به بيا د بېلابېلو سيمو او ولايتونو ترمنځ په مناسب ډول وېشل کېدې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه