د افغانستان په ختیځو سیمو کې زرګونه هغه کورنۍ چې د ۲۰۲۵ کال د زورورې زلزلې له امله بېځایه شوې وې، اوس د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو نښتو او هوايي بریدونو له کبله یو ځل بیا خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي. د دې کړکېچ تر ټولو دروند اغېز پر ښځو او ماشومانو پرېوتی دی.
۳۰ کلنه نجیبه وايي، کله چې د ختیځ افغانستان پر سیمو هوايي بریدونه پیل شول، د زېږون دردونه ورباندې راغلل. هغې وویل چې د زلزلې له امله په یو لنډمهالي کمپ کې اوسېده، خو د جګړو له پراخېدو وروسته اړ شوه له خپلې کورنۍ سره خوندي ځای ته کډه وکړي.
د نوموړې په وینا، الوتکو پرلهپسې پروازونه کول او ماشومان یې د چاودنو او الوتکو له غږونو سخت وېرېدل. نجیبې خپله لور په یوه روغتیايي مرکز کې وزېږوله او وروسته له خپل مېړه او اوو ماشومانو سره د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ د مازه درې سیمې ته ولاړه.
د بشري مرستو ادارو د معلوماتو له مخې، د پولې دواړو غاړو ته د هوايي بریدونو، توپچي ډزو، بېپیلوټه الوتکو بریدونو او ځمکنیو نښتو له امله له سل زرو څخه ډېر کسان بېځایه شوي دي.
راپورونه ښيي چې په اغېزمنو سیمو کې شاوخوا ۵۰ زره کسان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له جدي ګواښ سره مخ دي. همداراز روغتیايي او بنسټیزو خدمتونو ته د ښځو لاسرسی لا محدود شوی دی.
۱۷ کلنه فهیمه، چې تازه یې ماشوم زېږولی، وايي د جګړو له امله یې کورنۍ اړ شوه د دویم ځل لپاره په شپږو میاشتو کې خپل استوګنځای پرېږدي. نوموړې زیاتوي چې د سفر لګښت برابرولو لپاره یې اوړه وپلورل او پور یې واخیست.
فهیمه وايي د زلزلې له مخکې یې کورنۍ پر کرنه بوخته وه، خو اوس نه ځمکه پاتې ده او نه د کار کومه وسیله. د هغې په خبره، د خوړو کمښت دومره زیات شوی چې مور او پلار خپل خواړه کموي څو ماشومان وږې پاتې نه شي.
د افغانستان د جنسیتي همغږۍ ډلې د شمېرو له مخې، په لسو اغېزمنو ولایتونو کې له دوو پر درېیمه برخه ډېرو ښځو خپل عاید له لاسه ورکړی دی. نږدې درې پر څلورمه برخه ښځې وايي چې خوړو ته لاسرسی ورته ستونزمن شوی او ګڼې نورې د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو له خنډونو شکایت کوي.
بل لور ته د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) د یوې سیمهییزې همکارې ادارې په مرسته د ښځو لپاره ځانګړي خوندي مرکزونه جوړ کړي دي. په دغو مرکزونو کې ښځو ته رواني او ټولنیز ملاتړ برابریږي او هغوی کولای شي خپلې ستونزې په خوندي چاپېریال کې شریکې کړي.
د یادو مرکزونو یوې سلاکارې زلاندې ویلي، ډېری هغه ښځې چې دوی ته مراجعه کوي، د کورنیو د غړو له لاسه ورکولو، د استوګنځایونو ویجاړېدو، د مالدارۍ له منځه تلو او د لوږې له ستونزو سره مخ دي.
بشري مرستندویه بنسټونه ټینګار کوي چې په ختیځ افغانستان کې د جګړو او طبیعي پېښو له کبله زیانمنو شویو ښځو او نجونو ته دوامدارې مرستې، روغتیايي خدمتونه، پاکې اوبه، خوندي سرپناه او رواني ملاتړ د وخت مهمه اړتیا ده.
دا راپور د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (یو اېن ویمن) د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی دی.


