د امريکا او ايران ترمنځ يو ځل بيا تاوتريخوالی زيات شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې خبرې اترې له ځنډ او بېباورۍ سره مخ شوې دي. د امريکايي پوځ په وينا، د خليج په سيمه کې يې د ايران له لوري توغول شوي ميزايلونه او بريدګرې بېپيلوټه الوتکې شنډې کړې دي.
د امريکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) له مخې، ايران د سيمې د ځينو هېوادونو پر لور څو بالېسټيک ميزايلونه توغولي وو، خو هېڅ يو خپل ټاکلي هدف ته ونه رسېد. ويل شوي چې د کوېټ پر لور توغول شوي دوه ميزايلونه په لاره کې له منځه تللي او د بحرين پر لور درې توغول شوي ميزايلونه د امريکايي او بحريني هوايي دفاعي سيستمونو له خوا ويشتل شوي دي.
د کوېټ پوځ هم ويلي چې د دوی هوايي دفاعي ځواکونو د «دښمنانه» بريدونو د مخنيوي لپاره عمليات ترسره کړي دي.
سېنټکام د ايران د سپاه پاسداران هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې په بحرين کې يې د امريکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ مرکز او يو هوايي اډه په نښه کړې ده. امريکايي پوځ وايي، ايران د سيمې په اوبو کې د ملکي بېړيو د په نښه کولو لپاره هم درې بريدګر ډرونونه لېږلي وو چې له منځه يوړل شول.
امريکايي ځواکونو د هرمز تنګي اړوند د قشم ټاپو پر يوه پوځي مرکز هم بريد کړی دی. د امريکا په وينا، په دغه بريد کې د ايران يو پوځي ځمکنی کنټرول مرکز ويشتل شوی او امريکايي سرتېرو ته پکې زيان نه دی اوښتی.
قشم ټاپو د هرمز تنګي په مهمه بحري لاره کې پرته ده؛ هغه لار چې د خليج د تېلو او ګازو د لېږد لپاره ځانګړی ارزښت لري. راپورونه وايي، له څو مياشتو راهيسې دغه لاره د جګړې له امله له سختو محدوديتونو سره مخ ده.
بل لور ته د ايران دولتي رسنيو د سپاه پاسداران له قوله ويلي چې د قشم د بريد په غبرګون کې يې امريکايي پوځي مرکزونه په نښه کړي دي، خو امريکايي پوځ دا ادعاوې ناسمې بللې او ويلي يې دي چې د ايران ټول بريدونه ناکام شوي دي.
په همدې حال کې امريکا يوې هغې بېړۍ ته هم توغندی ويشتلی چې د واشنګټن له لوري لګېدلې بحري ناکهبندۍ د ماتولو په تور د ايران يوه بندر ته د تګ هڅه کوله. امريکا وايي، تر دې دمه يې شپږ داسې بېړۍ درولې دي چې د بنديزونو خلاف يې حرکت کاوه.
سره له دې چې د اپرېل له اتمې نېټې راهيسې د امريکا او ايران ترمنځ اوربند نافذ دی، خو د جګړې د بشپړ پای ته رسولو لپاره روانې خبرې لا هم کومې څرګندې پايلې ته نه دي رسېدلې.
ايران خبرداری ورکړی چې په لبنان کې د اسرائيلو پراخېدونکي پوځي عمليات ښايي د تهران او واشنګټن ترمنځ نازک اوربند له خطر سره مخ کړي.
دواړو هېوادونو تېره اوونۍ د جګړې د درولو لپاره د يو لنډمهالي هوکړهليک د رامنځته کېدو خبره کړې وه، خو تر اوسه دغه تړون رسمي بڼه نه ده خپله کړې.


