د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال د محمود خان اڅکزي پر ضد درج شوی مقدمه رد کړې ده.
نوموړي ویلي، پولیس دا واک نه لري چې د یوه غیر سرکاري کس په غوښتنه د هېواد د مخکښو جمهوري او سیاسي مشرانو پر ضد مقدمه ثبت کړي.
زیارتوال زیاته کړې، کومو کسانو چې دا مقدمه درج کړې، هغوی د محمود خان اڅکزي له ولسي ملاتړ او محبوبیت څخه وېره لري او غواړي د بېلابېلو فشارونو او هلو ځلو له لارې د هغه سیاسي لار بنده کړي، خو په دې کې به بریالي نه شي.
ده وویل، پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا مقدمه په کلکه ردوي او د دغسې ټولو هڅو پر ضد به قانوني او سیاسي مبارزه کوي.


