جمعه, جون 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخوست کې سخت طوفان او ږلۍ؛ کورونو، باغونو او برېښنايي تاسیساتو ته...

خوست کې سخت طوفان او ږلۍ؛ کورونو، باغونو او برېښنايي تاسیساتو ته زیان اوښتی

د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې پرون مازدیګر (د جون میاشتې، ۲مه) سخت طوفان، تند باد، دروند باران او ږلۍ شوې، چې له امله یې خلکو ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي.

راپور: داود جبارخیل

د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې پرون مازدیګر (د جون میاشتې، ۲مه) سخت طوفان، تند باد، دروند باران او ږلۍ شوې، چې له امله یې خلکو ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، د سختو بادونو او ږلۍ له کبله د استوګنې کورونو، دوکانونو، کرنیزو ځمکو، باغونو او برېښنايي تاسیساتو ته زیان رسېدلی دی. ځینې بزګران وایي، د ږلۍ له امله د مېوو او کرنیزو حاصلاتو یوه برخه هم زیانمنه شوې ده.

د زیانمنو شویو ادارو له ډلې د نن اېف اېم راډیو مسؤلین هم وایي، چې د طوفان او ږلۍ له امله د راډیو لمریزې برېښنا (شمسیانې) زیانمنې شوې او برېښنايي سیستم یې په بشپړ ډول له کاره لوېدلی دی.

د راډیو مسؤلینو په وینا، د تخنیکي تجهیزاتو د زیانمنېدو له امله د نن اېف اېم راډیو نشرات په موقتي ډول درېدلي او د ستونزو د حل او د نشراتو د بېرته پیل لپاره تخنیکي هڅې روانې دي.

بل لور ته د خوست یو شمېر اوسېدونکي وایي، وروستیو سختو ورښتونو او طوفاني بادونو نه یوازې مالي زیانونه اړولي، بلکې د خلکو اندېښنې یې هم زیاتې کړې دي. د دوی په وینا، په ځینو سیمو کې ونې راپرځېدلې، د برېښنا مزي زیانمن شوي او د تګ راتګ پر ځینو لارو هم اغېزې شوې دي.

ځايي خلک له مرستندویه بنسټونو او اړوندو ادارو غواړي، چې د زیانونو ارزونه وکړي او له هغو کورنیو او بنسټونو سره مرسته وکړي چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي دي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخ دی. کارپوهان وایي، د سختو بارانونو، ناڅاپي سېلابونو، طوفانونو او ږلۍ پېښې زیاتې شوې دي، چې هر کال خلکو ته د درنو مالي زیانونو ترڅنګ ځاني تلفات هم اړوي.

د خوست اوسېدونکي ټینګار کوي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مخنیوي او چمتووالي پروګرامونو پیاوړتیا، د بیړنیو مرستو چټک رسېدل او د زیانمنو شویو خلکو لاسنیوی د وخت مهمه اړتیا ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه