شنبه, جون 13, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پنجاب ټولې مدرسې د يو واحد ثبت نظام لاندې راوستل کېږي

د پنجاب ټولې مدرسې د يو واحد ثبت نظام لاندې راوستل کېږي

د پاکستان پنجاب حکومت پرېکړه کړې چې د ټول ایالت ديني مدرسې به د يوه واحد راجسټرېشن نظام لاندې راولي، څو د مدرسو مالي، اداري او تدريسي چارې منظمې او ثبت شوې وي.

د پاکستان پنجاب حکومت پرېکړه کړې چې د ټول ایالت ديني مدرسې به د يوه واحد ثبت نظام لاندې راولي، څو د مدرسو مالي، اداري او تدريسي چارې منظمې او ثبت شوې وي.

د وړانديز شوي نوي چوکاټ له مخې به ټولې مدرسې اړې وي چې خپلې مالي سرچينې، اداري جوړښت، د استادانو او زده کوونکو بشپړ معلومات، د بهرنيو استادانو او زده کوونکو رېکارډ او د تمويل سرچينې حکومت ته وسپاري. د دې تر څنګ به مدرسې د ترهګرۍ، سختدريځۍ او ناقانونه ډلو سره د نه تړاو ژمنليک هم وړاندې کوي.

د پنجاب د کورنيو چارو رياست له لوري د پنځلس مخيزه مسودې په بڼه يو هراړخيز فريم ورک چمتو شوی، چې د بېلابېلو مذهبي مکتبونو له علماوو، ديني تنظيمونو او وفاق المدارس سره پرې مشورې روانې دي، څو وروستۍ تګلاره د ګډې سلا له مخې جوړه شي.

د اسنادو له مخې، هره مدرسه به د راجسټرېشن لپاره د خپلې ادارې رسمي اسناد، د منتظمينو د پېژندپاڼو تصديق شوې کاپيانې، د ۲۵۰۰ روپيو د فيس بانکي رسيد او د ودانۍ يا ځمکې د ملکيت، کرايې، وقف يا نورو قانوني اسنادو ثبوتونه وړاندې کوي.

په دې مسوده کې د مدرسې، جامعې او دارالعلوم څرګند تعريف هم شوی دی. د تعريف له مخې هغه ادارې چې ديني زده کړې، د اوسېدو او خوراک اسانتياوې برابروي او د کوم رسمي ديني وفاق يا تنظيم تر چتر لاندې فعاليت کوي، د مدرسو په کتار کې راځي.

همداراز ويل شوي چې د مدرسو فرعي څانګې به جلا راجسټرېشن ته اړتيا نه لري، خو هغه ادارې چې څو بېلابېل کېمپسونه لري، بايد د هرې څانګې بشپړ معلومات حکومت ته وسپاري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه