بغلان کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي، ځایي اوسېدونکي د مرستې غوښتنه کوي

د افغانستان د بغلان ولایت د دوشې ولسوالۍ د کېليګي سیمې اړوند هجرت‌آباد کلي اوسېدونکي وایي، ناڅاپي سېلابونو سیمې ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

0
106

راپور: داود جبارخیل

د افغانستان د بغلان ولایت د دوشې ولسوالۍ د کېليګي سیمې اړوند هجرت‌آباد کلي اوسېدونکي وایي، ناڅاپي سېلابونو سیمې ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو شاوخوا لس جریبه کرنیزه ځمکه او د میوو ګڼ فصلونه له منځه وړي دي. بزګران وایي، د کالونو زحمتونه یې په څو ساعتونو کې د سېلابونو اوبو له ځان سره یوړل.

د حسین خېلو سیمې مدني فعال فرهاد احمدزی وایي، وروستیو سېلابونو د کرنې او مالدارۍ سکتور ته جدي زیانونه اړولي دي. د هغه په خبره، یو شمېر کورنیو خپلې کرنیزې ځمکې، حاصلات او د څارویو لپاره د خوراکي توکو زیرمې له لاسه ورکړي، چې له امله یې زیانمنې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې ډېری زیانمن شوي خلک بېوزله دي او د خپلو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري، له همدې امله د بېړنیو بشري مرستو، خوراکي توکو او کرنیزو مرستو اړتیا په جدي ډول احساسېږي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، هر کال د بارانونو او سېلابونو له امله د دوی کرنیزې ځمکې او حاصلات زیانمنېږي، خو تر اوسه د مخنیوي لپاره بنسټیز اقدامات نه دي ترسره شوي. دوی له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د سېلابونو د مخنیوي لپاره استنادي دېوالونه، د اوبو کنټرول پروژې او نور اړین تدابیر عملي کړي.

تر اوسه سیمه‌ییزو چارواکو د دغو سېلابونو د دقیقو زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي، خو د سیمې اوسېدونکي وایي چې د زیانونو کچه تر لومړنیو اټکلونو هم لوړه ده.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه بغلان، بدخشان، تخار، بامیان او یو شمېر نورو سیمو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د اقلیمي بدلونونو له امله په افغانستان کې د طبیعي پېښو خطر زیات شوی او که د مخنیوي او چمتووالي لپاره جدي اقدامات ونه شي، نو راتلونکې کې به خلکو ته لا ډېر زیانونه واوړي.