افغان طبي محصلانو له پاکستاني حکومت د زده کړو د بشپړولو غوښتنه کړې

0
29

په پاکستان کې مېشتو افغان طبي محصلانو له حکومت څخه غوښتي چې هغو محصلانو ته دې اجازه ورکړي چې لا دمخه یې په دغه هېواد کې په طبي او غاښونو پوهنځیو کې زده کړې پیل کړې دي، خپلې زده کړې بشپړې کړي.

د پاکستان د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، شاوخوا زر افغان محصلان، چې نږدې ۳۵۰ یې نجونې دي، اوس مهال د پاکستان په بېلابېلو طبي او غاښونو پوهنځیو کې زده کړې کوي.

د خیبر طبي کالج د وروستي کال محصل او د افغان طبي محصلانو ویاند عنایت الله مومند ویلي، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا له لوري د افغان محصلانو د بېرته ستنېدو لارښوونې د دوی ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې دي.

نوموړي ویلي، شاوخوا ۲۰۰ هغه محصلان هم له دې پرېکړې اغېزمن شوي چې خپلې عملي زده کړې یې بشپړې کړې او په تخصصي پروګرامونو کې د شاملېدو په تمه دي.

مومند غوښتنه کړې چې د پاکستان حکومت دې د هغو محصلانو لپاره، چې لا دمخه یې زده کړې پیل کړې دي، استثنا رامنځته کړي او هغوی ته دې د خپلو زده کړو د بشپړولو زمینه برابره کړي.

د نوموړي په وینا، د نجونو وضعیت تر ټولو د اندېښنې وړ دی، ځکه که بېرته افغانستان ته ستنې شي، د ښځینه زده کړو د محدودیتونو له امله ښايي خپلې طبي زده کړې ونه شي دوامولای.

افغان محصلان وایي، ډېری یې پاکستان ته د قانوني ویزو له لارې تللي او ځینو هغو کسانو چې ویزې یې پای ته رسېدلې، د نوي کولو لپاره یې غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي. دوی زیاتوي چې ځینې محصلان د بورسونو له لارې او ځینې نور د افغان محصلانو لپاره د ځانګړو چوکیو او د پاکستان د تخنیکي مرستو له پروګرام څخه په ګټې اخیستنې په طبي پوهنځیو کې شامل شوي دي.

د محصلانو په وینا، په پاکستان کې د افغانستان سفیر ورسره په یوه وروستۍ ناسته کې ویلي چې که دوی افغانستان ته ستانه شي، په افغان طبي او غاښونو پوهنځیو کې به ورته د زده کړو زمینه برابره شي. خو محصلان وایي، دوی د افغان طبي زده کړو د سندونو د نړیوالې پېژندنې په اړه اندېښمن دي.

دریم کال محصلې نجمه بي بي، چې د کینګ اېډوارډ طبي پوهنتون له هغو ۲۲ افغان محصلانو څخه ده چې پوهنتون ورته د سپټمبر پر اوومه د پوهنتون د ودانۍ د پرېښودو لارښوونه کړې وه، ویلي چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا پرېکړې په اړه د لاهور عالي محکمې لنډمهاله ځنډ لا هم د دوی ستونزه په بشپړه توګه نه ده حل کړې.

د راپور له مخې، لاهور عالي محکمې د روان کال د جولای د ۳۱مې او سپټمبر د لومړۍ نېټې د طبي او غاښونو شورا لارښوونې، چې له مخې یې طبي پوهنځیو ته د افغان محصلانو د نوي شاملولو د درولو غوښتنه شوې وه، په لنډمهاله توګه ځنډولي دي.

یو شمېر ښځینه محصلانو ویلي چې افغانستان ته بېرته ستنېدل ښايي د هغوی د زده کړو او راتلونکي پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کړي.

د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د سپټمبر پر لومړۍ نېټه هغو طبي او غاښونو پوهنځیو ته ویلي وو چې افغان محصلان یې منلي، د نافذه پالیسۍ له مخې دې د هغوی د بېرته ستنېدو چارې ترسره کړي او د وتلو لپاره دې اړین اداري اسناد او د نه مخالفت سند برابر کړي.