بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۶ مشکوک کسان وژل شوي

0
28

د بلوچستان د قلعه عبدالله او کوټې اړوند سیمو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې شپږ مشکوک کسان وژل شوي او پنځه نور نیول شوي دي.

د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې د ویاند په وینا، د عملیاتو پر مهال د وسلو او مهماتو ترڅنګ ځینې نور توکي هم ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په وینا، د عملیاتو پر مهال د وسله‌والو له لوري پر امنیتي ځواکونو ډزې هم شوې، چې په ځوابي ډزو کې یاد کسان وژل شوي دي.

د ادارې په وینا، په پېښه کې یو امنیتي سرتېری هم ټپي شوی دی. چارواکي وایي، نیول شوي کسان تر څېړنې لاندې دي او د نورو احتمالي ملګرو د نیولو لپاره عملیات لا هم روان دي.