یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍټرمپ: زما هدف د ایران د اټومي وسلې مخنیوی دی، نه د...

ټرمپ: زما هدف د ایران د اټومي وسلې مخنیوی دی، نه د امریکا اقتصاد رغول

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو اترو کې د امریکایانو اقتصادي ستونزې د هغه د پرېکړو برخه نه جوړوي، بلکې د ده تر ټولو ستره موخه دا ده چې ایران اټومي وسله ترلاسه نه کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ سپینې ماڼۍ څخه چین ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: «کله چې زه د ایران په اړه خبرې کوم، یوازینی څه چې راته مهم دي دا دي چې ایران باید اټومي وسله ونه لري.»

هغه زیاته کړه: «زه د امریکا د اقتصادي وضعیت په اړه فکر نه کوم، نه د چا د مالي ستونزو په اړه. زما ټوله پاملرنه یوازې پر یوه موضوع ده؛ موږ نشو کولی ایران ته د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ورکړو.»

ټرمپ ټینګار وکړ چې د ایران د اټومي پروګرام مخنیوی د هغه د سیاست اساسي محور دی او په همدې موخه هڅه کوي د روان کړکېچ د حل لپاره یوه موافقه رامنځته شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه