راپور: داود جبارخیل
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د هانټا ویروس د پراخې وبا یا چټک نړیوال خپرېدو احتمال ډېر کم دی او دا ویروس د کوویډ-۱۹ په څېر په اسانۍ او چټکۍ له انسانه انسان ته نه انتقالېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویاند کریسټین لینډمیر په جینیوا کې خبریالانو ته ویلي، هانټا ویروس د کورونا له ویروس سره توپیر لري او د دې ناروغۍ د انتقال لپاره عموماً اوږد او ډېر نږدې تماس ته اړتیا وي. هغه ټینګار وکړ چې اوسني معلومات ښيي، ویروس تر ډېره یوازې هغه کسان اغېزمنوي چې په مستقیم ډول ورسره مخ کېږي.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د اتلانتیک سمندر په یوه کروز کښتۍ کې د هانټا ویروس د خپرېدو پېښه ثبت شوه. راپورونه وایي، په هالنډي بیرغ لرونکې کښتۍ کې درې کسان مړه شوي او پنځه نور ناروغه شوي دي، چې له امله یې نړیوالې روغتیايي ادارې خبردارې شوې دي.
د WHO په وینا، د ناروغانو له نږدې تماس لرونکو کسانو او د کښتۍ د عملې د هغو غړو معاینات ترسره شوي چې د یوې مړې شوې ښځې پالنه یې کوله، خو د هغوی ټولې ازموینې منفي راغلې دي. چارواکي وایي، دا پایلې ښيي چې ویروس ډېر ساري نه ښکاري.
د روغتیا نړیوال سازمان د اړیکو د تعقیب پراخ عملیات هم پیل کړي دي. د چارواکو په وینا، هغه کسان چې له ناروغانو سره یې سفر کړی یا نږدې تماس کې وو، په دقت څارل کېږي. د الوتکو او کښتیو د سپرلیو لیستونه ارزول کېږي او د خلکو تګ راتګ څېړل کېږي، څو معلومه شي چې دوی له چا سره تماس درلود.
کارپوهان وایي، هانټا ویروس یو حیواني ویروس دی چې عموماً له موږکانو څخه انسانانو ته لېږدېږي. دا ویروس د اخته موږکانو د بولي، لاړو او فاضله موادو له لارې انسانانو ته انتقالېږي. خلک هغه وخت اخته کېدای شي کله چې د ککړ چاپېریال دوړې تنفس کړي یا له اخته حیواناتو سره مستقیم تماس ولري.
د لاتینې امریکا د “انډیز” په نوم ډول یې یوازینی ډول بلل کېږي چې په محدود ډول له انسانه انسان ته هم انتقالېدلی شي، خو روغتیايي چارواکي وایي، دا انتقال هم ډېر کم او محدود دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روغتیا نړیوالو مقرراتو له مخې یې له کابو ورد، هسپانیه، هالنډ، سویلي افریقا، بریتانیا او ارجنټاین له چارواکو سره ګډ اقدامات پیل کړي، څو د ویروس د احتمالي خپرېدو مخه ونیول شي.
روغتیايي متخصصین خلکو ته سپارښتنه کوي چې د موږکانو له ککړو ځایونو ځان وساتي، د کورونو او ګودامونو پاکوالي ته پام وکړي او د مشکوکو نښو په صورت کې ژر روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.


