یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل کې د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرکټ کمپلکس د...

کابل کې د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرکټ کمپلکس د جوړېدو چارې پیل شوې

د افغانستان کریکټ بورډ اعلان کړی چې د کابل ښار د الوخېلو په سیمه کې یې د «کابل نړۍوال کرکټ کمپلکس» د جوړېدو چارې رسماً پیل کړې دي. د معلوماتو له مخې، د دې سترې پروژې ارزښت شاوخوا ۴۵ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.

د افغان چارواکو په وینا، دغه کمپلکس به په ۸۶ جریبه ځمکه کې جوړ شي او ټاکل شوې چې د بشپړېدو چارې یې شپږ کاله وخت ونیسي. په دې پروژه کې به درې د نړۍوالو معیارونو مطابق کرکټ میدانونه جوړ شي، چې له ډلې به یې یو ستر لوبغالی د ۴۰ زره ننداره‌کوونکو د ځایېدو وړتیا ولري.

د پروژې مسوولین وایي، په کمپلکس کې به د شپنیو لوبو لپاره د عصري څراغونو سیستم هم نصب شي، ترڅو د ورځې او شپې سیالۍ پکې ترسره کېدای شي. همداراز به د کرکټ پرمختګ لپاره یوه ځانګړې اکاډمي هم پکې جوړه شي، چې د ځوانو لوبغاړو د روزنې لپاره به مهم رول ولوبوي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه وایي، د دې ستر ورزشي کمپلکس په بشپړېدو سره به افغانستان د نړۍوالو کرکټ سیالیو د کوربتوب لپاره لا ډېر چمتو شي او د هېواد د کرکټ پرمختګ ته به نوې زمینه برابره شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه