د بلوچستان د واشک ولسوالۍ په ماشکیل سیمه کې ناپېژاندو وسلهوالو پر یوه دوکان ډزې کړې چې له امله یې د پنجاب پنځه تنه مزدوران وژل شوي دي.
د واشک مرستیال کمېشنر مجید سرپره ویلي، دا پېښه د یکشنبې په ورځ د ایران پولې ته نږدې د ماشکیل په سیمه کې رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، بریدګرو پر هغه دوکان ډزې وکړې چې پکې د پنجاب اوسېدونکي مزدوران پر کار بوخت وو.
د چارواکو په خبره، په برید کې پنځه کسان وژل شوي او بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلي دي. ویل کېږي چې وژل شوي کسان د پنجاب د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وو.
ځايي ادارې وایي، له قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته د وژل شویو جسدونه د هغوی خپلو سیمو ته لېږدول کېږي.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی. ځینې رسنۍ د ناقانونه بلوڅو وسلهوالو ډلو د احتمالي لاس لرلو یادونه کوي، خو چارواکو په رسمي ډول د برید د عاملانو هویت نه دی تایید کړی او د پېښې پلټنې روانې دي.


