د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف ویلي، د «یو اړخیزو هوکړو» وخت پای ته رسېدلی او ټینګار یې کړی چې د هر ډول هوکړې درناوی باید دواړه لوري وکړي. هغه دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په خپلې اېکس ټولنیزې پاڼه کې کړې دي.
بل لور ته د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک (سپاه پاسداران) په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د امریکا د پوځي بریدونو په غبرګون کې یې د خپلو ځوابي عملیاتو په درېیم پړاو کې د عمان د دُقم بندر هغه تدارکاتي او د سونګ رسولو مرکزونه په نښه کړي چې د امریکايي سمندري بېړیو د ملاتړ لپاره کارول کېدل. د سپاه په وینا، دغه برید د دوی د هوايي ـ فضايي ځواک له لوري ترسره شوی دی.
تر اوسه د امریکا یا د عمان چارواکو د ایران د دغو ادعاوو په اړه رسمي تأیید یا غبرګون نه دی خپور کړی، او د بریدونو د اغېزو په اړه هم خپلواکې سرچینې معلومات نه دي ورکړي.


