یکشنبه, جولای 12, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍعباس عراقچي: ایران د هر ډول امریکايي اقدام پر وړاندې چمتو دی

عباس عراقچي: ایران د هر ډول امریکايي اقدام پر وړاندې چمتو دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، هېواد یې د امریکا د هر ډول پوځي یا پاروونکو اقداماتو پر وړاندې د خپل ملي حاکمیت او امنیت د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، عراقچي د پنجشنبې په ماښام د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې پر وروستیو امنیتي او سیاسي تحولاتو خبرې کړې دي.

په دې خبرو کې عراقچي د امریکا له لوري پر ایران د ترسره شویو بریدونو غندنه وکړه او ویې ویل، دا ډول اقدامات د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره په ټکر کې دي. هغه دا هم ادعا وکړه چې دغه بریدونه د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک له ژمنو سره هم سمون نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکايي چارواکو ځینې وروستۍ څرګندونې د واشنګټن د ژمنو د نه پوره کېدو نښه وبلله او زیاته یې کړه، ایران به د خپل ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت د خوندي کولو لپاره هر اړین ګام واخلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه