د خيبر پښتونخوا د ښکته سويلي وزيرستان په برمل تحصيل کې د يکشنبې سهار د ادعا شوي کواډکاپټر برید له امله درې نجونې وژل شوې او د همدې کورنۍ څلور نور غړي ټپيان شوي دي.
د سيمې ځايي سرچينو ويلي، پېښه د برمل تحصيل د نرګسي په سيمه کې رامنځته شوې، چې پکې د يو کور پر ودانۍ د کوادکاپټر له لارې د چاودېدونکو توکو د غورځولو شک څرګند شوی دی. تر اوسه اړوندو حکومتي ادارو د دې ادعا رسمي پخلی نه دی کړی.
د معلوماتو له مخې، وژل شوې درې واړه نجونې د شپږو او پنځلسو کلونو ترمنځ عمرونه لرل. په ټپيانو کې يوه ښځه او درې هلکان شامل دي، چې بېلابېلې ژوبلې يې ترلاسه کړې دي.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د سيمې اوسېدونکي د ژغورنې لپاره ورغلل، ټپيان يې د درملنې په موخه د واڼه ولسوالۍ مرکزي روغتون ته ولېږدول. د روغتون سرچينو ويلي، ټپيان تر درملنې لاندې دي او روغتيايي کارکوونکي يې حالت له نږدې څاري.
تر اوسه هېڅ دولتي اداره د پېښې د څرنګوالي، لامل يا د احتمالي مسؤل لوري په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
د سيمې اوسېدونکو د دې پېښې له امله ژوره خواشيني څرګنده کړې او د پېښې د رښتينو لاملونو د معلومولو لپاره يې د بې پرې او هر اړخيزې څېړنې غوښتنه کړې ده.
ځايي سرچينې وايي، په تېرو کلونو کې هم د برمل تحصيل په بېلابېلو سيمو، لکه اعظم ورسک، ګلدڼه غونډۍ، کرمزي، سټاف او کلوټۍ کې ورته شکمنې کوادکاپټر پېښې راپور شوې دي. د سيمې خلک ادعا کوي، دغو پېښو ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او د خلکو اندېښنې يې زياتې کړې دي.
د سيمې اوسېدونکي زياتوي، چې په تېرو شاوخوا اتلسو مياشتو کې د ښکته سويلي وزيرستان امنيتي وضعيت خراب شوی او د چاودنو، هدفي بريدونو، انسان تښتونو، باج اخيستنې او پر پوليسو او امنيتي ځواکونو د بريدونو پېښې زياتې شوې دي. د دوی په وينا، اړوند چارواکي بايد د امنيت د ټينګښت او د ولسي وګړو د خونديتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د يادونې وړ ده، چې د همدې اوونۍ په پيل کې هم د حسن خېل اړوند پستاوانه کلي کې د يوې بلې شکمنې ډرون پېښې له امله يوه ښځه وژل شوې او د هغې د کورنۍ شپږ نور غړي ټپيان شوي وو.
همدارنګه، په باجوړ کې هم په دوو جلا پېښو کې د شکمنو کوادکاپټر بريدونو راپورونه ورکړل شوي، چې د پوليسو د معلوماتو له مخې، په يوه پېښه کې درې کسان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي وو، او په بله پېښه کې يو ماشوم وژل شوی او يوه ښځه ټپي شوې وه.


