یکشنبه, جولای 12, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزیارت کې پر پولیسو برید؛ د دوو تاڼو د مشرانو په ګډون...

زیارت کې پر پولیسو برید؛ د دوو تاڼو د مشرانو په ګډون ۹ پولیس وژل شوي

د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د کچ مانګي درېیم پړاو په سیمه کې پر پولیسو په وسله‌وال برید کې د دوو تاڼو د مشرانو په ګډون ۹ پولیس وژل شوي دي.

د زیارت د پولیسو مشر قدوس دهوار ویلي، د برید وروسته د تېرې شپې راهیسې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته روانه وه. د هغه په وینا، د وژل شویو پولیسو جسدونه د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې د مانګي تاڼې مشر محمد حسین او د کواس تاڼې مشر صحبت خان هم شامل دي.

بل لور ته، د پشین ولسوالۍ د زیارت کراس په سیمه کې خلکو د شاوخوا شلو کسانو د تښتولو پر ضد احتجاج کړی او ملي لویه لاره یې تړلې ده.

اعتراض کوونکي وایي، ناپېژاندو وسله‌والو د مانګي بند د جوړېدو تر کار لاندې د اوبو له زېرمتون څخه د پولیسو سرتېري او نور ملکي کسان تښتولي دي. د دوی په وینا، یاد پولیس د دغې پروژې د ساتنې لپاره ګومارل شوي وو.

اعتراض کوونکو له چارواکو غوښتي چې ټول تښتول شوي کسان ژر تر ژره ومومي او راخوشې یې کړي. د راپورونو له مخې، پنځه تنه له تښتوونکو څخه په تېښته بریالي شوي دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید او تښتونې پړه پر غاړه نه ده اخیستې، او چارواکي وایي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه