ویب ډیسک
د خان عبدالغفارخان ( باچاخان) نګور او د عوامي نېشنل ګوند د پخواني مشر، خان عبدالولي خان مېرمن، بيګم نسيم ولي خان د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوې ده.
بیګم نسیم ولي خان،د کوزې پښتونخوا له هغو مخکښو ښځینه مبارزو سیاستوالو بلل کیږي، چې د خپل ژوند په اوږدو کې یې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه وکړه.
بیګم نسیم ولي خان په ۱۹۳۳ کال کې زیږېدلې وه او د یوې مودې لپاره یې دعوامي نیشنل ګوند د پښتونخوا مشري هم پرغاړه وه.
ولسمشر اشرف غني د مېرمن (بيګم نسيم ولي خان) پر مړینه خواشیني ښودلې او د هغې روح ته یې دعا کړې ده.


