لیکوال: هلمند پښتون
د پاکستان سیاست تر دې حده له داخلي او سیمهییزو ستونزو سره مخ شوی چې نن یې استازیتوب څو محدودو څېرو ته سپارل شوی دی. د پنجاب خواجه اصف، د جنوبي پښتونخوا او بلوچستان څخه سرفراز بګټي جتک، جان او حاجي الله محمد سایل، او د خیبرپښتونخوا څخه حسن خان، نجیبه فیض او سپین خان هغه نومونه دي چې اوس د اسلاماباد دریځونه مخته وړي.
هغه وخت تېر شوی چې د پاکستان ټول سیاسي تنظیمونه او قومونه به د “قربانۍ” تر شعار لاندې راټولېدل؛ نن څو ټاکلې څېرې ناستې دي او ټوله ورځ د افغانستان پر ضد توندې څرګندونې کوي. دا خپله د سیاسي کمزورۍ او داخلي بېباورۍ نښه ده.
د پاکستان پوځي حاکمان ښه پوهېږي چې افغانستان نور هغه پخوانی افغانستان نه دی چې پر سر به یې لوبې کېدې. لکه څنګه چې محمود خان اڅکزي ویلي، اوسنی افغانستان خپل سیاسي دریځ، خپل اقتصادي هویت او خپلواک تصمیم لري. دا هېواد نور د بهرنیو نسخو تابع نه ګڼل کېږي.
تازه د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې پاکستاني ځواکونه به له روژې مخکې “په افغانستان کې پر ترهګرو” بریدونه وکړي، او که دغه عملیات وځنډېږي، تاوان به یې زیات وي. اسلاماباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې پناه لري او له هغه ځایه بریدونه تنظیموي؛ خو کابل تل دا تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.
خواجه اصف او د هغه سیاسي لارښودان باید دا درک کړي چې افغان ولس خپله تاریخي حافظه نه هېروي او د خپل حاکمیت، عزت او خاورې په اړه بېتفاوته نه پاتې کېږي. افغانان د تاریخ په اوږدو کې هر هغه اقدام ته ځواب ویلی چې د دوی پر خپلواکۍ او ملي وقار یې تېری کړی دی.
خو دا هم یو روښانه حقیقت دی چې نننی افغانستان د پراختیا غوښتنې سیاست نه لري؛ بلکې د متقابل احترام، عدم مداخلې او سیمهییز ثبات پلوی دی. که هر څوک د افغانستان پر وړاندې ناسم او پاروونکی ګام واخلي، طبیعي ده چې افغان ولس به د خپلو ملي ګټو د دفاع لپاره یو موټی ودریږي. تاریخ ښودلې چې دا ولس د مغلو، چنګیز، انګریز، شوروي او امریکا په وړاندې نه دی مات شوی.
د سیمې ثبات د احساساتي شعارونو او نظامي ګواښونو له لارې نه تأمینېږي. که اسلاماباد رښتیا هم د امن او ثبات غوښتونکی وي، نو باید د تورونو او فشار پر ځای د خبرو، همغږۍ او متقابل اعتماد لاره غوره کړي.
افغانستان خپلواک هېواد دی، خپلې پرېکړې خپله کوي، او د راتلونکې مسیر به یې د افغانانو په اراده ټاکل کېږي؛ نه د ګواښونو، نه د تبلیغاتي جګړې، او نه هم د زاړه ذهنیت د تکراري بیانونو له لارې.


