یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهکلتور او هنریو شمېر افغان سندرغاړي: ژوند مو له جدي ګواښونو سره مخ دی

یو شمېر افغان سندرغاړي: ژوند مو له جدي ګواښونو سره مخ دی

راپور :داودجبارخیل

پېښور — یو شمېر افغان سندرغاړو د پېښور عالي محکمې ته شاوخوا ۱۵۰ عریضې سپارلې دي، څو له پاکستانه د احتمالي ایستلو مخه ونیول شي.
د دغو سندرغاړو له ډلې حشمت‌الله امید، الطاف حیران، خاطره، لیلا نهال او دنیا غزل هم شامل دي. دوی په خپلو عریضو کې محکمې ته ویلي چې په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز لګېدلی او د هنري فعالیتونو له امله یې ژوند له جدي ګواښونو سره مخ دی.
د عریضو له مخې، د شهرت او عامه پېژندګلوۍ له کبله دوی ځانونه خوندي نه احساسوي او د بېرته ستنېدو په صورت کې د ژوند او شتمنۍ له خطر سره مخ کېدای شي. ټاکل شوې ده چې محکمه د روانې فبرورۍ په ۱۸مه نېټه خپله پرېکړه اعلان کړي.

دنیا غزل، چې د دغو سندرغاړو له ډلې یوه ده، وايي ښځینه هنرمندانې له لا ډېرو محدودیتونو او ستونزو سره مخ دي. هغې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د موسیقۍ بندیز او ټولنیز فشارونه د دې لامل شوي چې دوی د بېرته ستنېدو توان او خوندیتوب ونه لري.
تمه ده چې د محکمې پرېکړه به د یادو هنرمندانو د راتلونکي وضعیت په اړه روښانه دریځ وټاکي.

د یادوې وړ ده چې د دغو هنرمندانو قضیه هم حقوقي او هم بشري اړخونه لري، او د محکمې راتلونکې پرېکړه به د هغوی د راتلونکي په اړه مهم رول ولوبوي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه