ویب ډیسک
د سپيڼې ماڼۍ ویاندې، کارولین لویت د ایران – اسراییل جګړې وروسته د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای د درېیم ویډيويي پیغام په اړه غبرګون ښودلی دی.
هغې ویلي، چې خامنه ای په دې پیغام کې د «پت ساتلو» په موخه هڅه کړې، څو د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه کم ارزښته او ځان بریالی وښيي.
کارولین لویت په یوه خبري کنفرانس کې زیاته کړې، چې د ایران پر نطنز، فُردو او اصفهان اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه «بې حده» بریالي وو.
ولسمشر ټرمپ هم پر ایران دا بریدونه ستر بریالي عملیات بللي وو.
تېره ورځ د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای په یوه پيغام کې ایرانیانو ته مبارکي ورکړه چې د اسراییل او ایران جګړه کې یې بریا خپله کړه.
هغه وویل، چې د متحده ایالاتو بریدونو د ایران اټومي تاسیساتو ته زیان نه دی رسولی او د دې لپاره رامخکې شول چې اسراییل له «نابودۍ» وژغوري.
نوموړي په عراق او قطر کې د امریکا پر پوځي اډو ځوابي برید د متحده ایالاتو د مستقیمې لاسوهنې ځواب بللی و او د بیا تکرار خبرداری یې هم وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې اسراییل هم د ایران جګړې له امله ځان بریالی بولي او متحده ایالات ادعا کوي، د ایران درې مهم هستوي تاسیسات یې په بشپړ ډول له منځه یوړل.
# #Iran #Israel #US #WH @UN


