یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجاپان له افغان بزګرانو سره د ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د...

جاپان له افغان بزګرانو سره د ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستې پروژې پیلوي

ویب ډیسک

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري نن په خپل دفتر کې په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا سره ولیدل.

 

د کرنې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

 

مولوي عطاالله عمري د متقابلې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې اقلیمي بدلون او وچکالۍ د افغانستان پر کرنه او مالدارۍ ناوړه اغېز کړی او هڅه کېږي، چې بزګرانو او مالدارانو ته غوره خدمتونه برابر شي.

 

نوموړي وویل، چې ځینې مرستندویه ادارې او غیر دولتي بنسټونه خپلې پروژې په سمه توګه نه پلي کوي او د پروژو ډېری بودیجه په اداري لګښتونو مصرفېږي، چې له امله یې بزګرانو او عامو خلکو ته لږه مرسته رسېږي.

 

ده څرګنده کړه، که د جاپان مرستې د افغان حکومت له همغږۍ سره سم ورکړل شي، نو دغه مرستې به اغېزمنې او روڼې وي.

 

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا په دې لیدنه کې وویل، چې جاپان غواړي له افغان ولس، په ځانګړې توګه بزګرانو سره خپلې مرستې دوامداره وساتي، او د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه د جاپان او نړیوالې ټولنې له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

 

د هغه په وینا، جاپان په هلمند، کندهار او بدخشان ولایتونو کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پلي کړي، چې پکې د میوې ونو وېش، د حیواناتو درملنه او اصلاح شوي تخمونه شامل دي.

 

همداراز، سږ کال هم د ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې پروژې پلي کېږي.

 

 

#افغانستان #جاپان #کرنه #بزګران #مرسته #اقتصاد

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه