ویب ډیسک
د هند دفاع وزیر، راج نات سینګ د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په ناسته کې هند د افغانستان تر ټولو لوی سیمه ییز پرمختیايي شریک بللی دی.
هغه ټینګار کړی، چې هند له افغانستان سره د ولس د ثبات، سولې او پرمختګ په موخه اوږدمهاله ژمنتیا لري او افغانانو ته د نوښتونو فرصتونو زمینه برابروي.
د راج نات سینګ په وینا، هند د بیارغونې، روغتیا، زدهکړو او بنسټیزو پروژو له لارې له افغانستان سره همکاري کړې او دا مرستې یې په هېڅ سیاسي شرط پورې مشروطې نه دي.
هند څو اوونۍ وړاندې له څلور کلن ځنډ وروسته دغلته افغانانو ته د ویزې ورکړې بهیر هم پیل کړ.
طالبان ټینګار کوي، چې هند سره یې اړیکې د بهرني سیاست لاسته راوړنه ده، خو هند وايي افغان ولس سره د سولې، ثبات او پرمختګونو برخه کې خپلو ژمنو ته صادق دی.
# #Afghanistan #Indai #Politics #Doha #Kabul


