ویب ډیسک
د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې پرون له ایرانه څه باندې ۳۰ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پنجشنبه د چنګاښ پر ۵مه، د دې ډلې د ځایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دا کسان د هرات له پولو هېواد ته راستانه شوي دي.
د یادولو وړ ده چې په ایران کې له وروستیو تحولاتو وروسته د افغان کډوالو ایستل زیات شوي دي.
تر دې وړاندې، له پاکستانه تر ۱۰۰ زیات افغان کډوال د دغه هېواد له زندانونو خوشې او بېرته هېواد ته راستانه شوي وو.


