ویب ډیسک
د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ناټو سرمشریزې په څنډه کې ویلي، چې ښايي واشنګټن له تهران سره راتلونکې اوونۍ تړون لاسلیک کړي.
ولسمشر ټرمپ ویلي: «راتلونکې اوونۍ به له ايران سره خبرې وکړو او ښايي يو تړون لاسليک کړو. موږ به له تهران وغواړو چې له خپل هسته يي پروګرام لاس واخلي».
ټرمپ یوه ورځ وړاندې ګواښ هم وکړ، که ایران خپل اټومي تاسیسات بیا ورغوي، امریکا به بیا برید وکړي.
تهران په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو پر ایران د امریکا له برید وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ په عمان کې څو پړاوه نامستقیم مذاکرات هم شوي وو.
تازه د ایران پارلمان د اټومۍ انرژۍ نړیوالې ادارې سره د همکارۍ ځنډولو او د دغه هېواد پر ادعا شوي سوله ییز اټومي پروګرام د څار لایحه تصویب کړه.
پر ایران د امریکا په ملاتړ د اسراییل برید او بیا وروسته د متحده ایالاتو ښکېلېدل هم د ایران د اټومي پروګرام او توغندیزو سیستمونو د له منځه وړلو په موخه شوی و.
# #ISRAEL #IRAN #US #UN @UN


