ویب ډیسک
نامعلومو وسله والو په کندهار ښار کې خبریال او د ماليې وزارت د مطبوعاتو امر نعمت روان په ډزو وژلی دی.
د افغانستان د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مينه پال او د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی پېښه تایید کړې.
هاخوا په کندهار کې یوې امنیتي سرچینې وایي چې وسله والو د مالي وزارت د مطبوعاتو امر نعمت روان نن غرمه مهال د کندهار ښار په څوارلسمه حوزه کې ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.
نعمت روان چې اصلي د زابل اوسیدونکی و، کورنۍ یې کندهار کې ده او کور ته په رخصتي راغلی و.
نوموړي د تېرو درېيو کلونو راهیسې د طلوع نیوز سره د ویاند په توګه دنده درلوده،
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې پړه نه ده منلې.
دماليې وزارت د روان د وژل کیدو په اړه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې زموږ له ګرانو همکارانو څخه ښاغلی نعمت الله روان، چې د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست په درېیم رتبه بست کې د مطبوعاتو د امر په توګه یې دنده ترسره کوله،
د کندهار ولایت په څوارلسمه ناحیه کې د دوه تنه نامعلومو وسلوالو له لوري د شهادت لوړې مرتبې ته ورسېد.


