ویب ډیسک
د ایران پلازمېنې تهران والي، محمد صادق معتمدیان وايي، د جون له ۱۳ راهیسې د اسراییل برید له امله تهران کې ۱۲۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۵۰۰ ته جدي زیان اوښتی دی.
د ایراني چارواکو د معلوماتو له مخې، په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې یوازې تهران کې ۱۲ ځایونه په نښه شوي دي، چې په وینا یې زیاتره یې ملکي سیمې دي او مرګ ژوبله هم پکې ملکیانو ته اوښتې ده.
تراوسه د اسراییل بریدونو له امله د ایران نورو ښارونو او سیمو کې د اوښتو زیانونو په اړه وروستي جزییات نه دي ورکول شوي.
بل خوا د ایران روغتیايي چارواکو ویلي، چې په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې اسراییل لږ تر لږه ۴۳۰ کسان چې زیاتره یې ملکیان دي، وژلي او له ۳ زره او ۵ سوو زیات ټپیان شوي دي.
خو اسراییل د اوربند منلو سره ویلي، که ایران نقض کړ، دا ځل به تهران کې پر مهمو اهدافو شدید بریدونه وکړي.
که څه هم پر اسراییل د ایران د بریدونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې او مالي زیان په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو راپورونه وايي چې له ۳۰ زیات اسراییلیان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده چې اسراییل د ولسمشر ټرمپ له لوري وړاندیز شوي اوربند تړون سره موفقه وکړه خو ایران لا هم په دې تړاو وروستی دریځ نه دی روښانه کړی.
# #ISRAEL #IRAN #US @UN


