یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍعراقچي ،د ایران او اسراییل ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې اوربند ادعا...

عراقچي ،د ایران او اسراییل ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې اوربند ادعا رد کړه

ویب ډیسک

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د متحده ایالاتو د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران او اسراییل ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې اوربند ادعا رد کړه.

 

عراقچي پر خپلې ایکسپاڼې لیکلي دي، چې تر اوسه، د هېڅ ډول “اوربند” یا د پوځي عملیاتو د بندېدو کوم رسمي تړون نه دی شوی.

 

ټرمپ څو ساعتونه وړاندې وویل چې اسراییل او ایران په بشپړ او مکمل اوربند هوکړه کړې چې په نږدې شپږو راتلونکو ساعتونو کې به عملي شي.

 

ولسمشر ټرمپ ویلي، چې رسماً به ایران اوربند پیل کړي او له ۱۲ ساعتونو له تېرېدو وروسته به اسراییل اوربند پیل کړي چې د ۲۴ ساعتونو په تېرېدو به دا ۱۲ ورځنۍ جګړه پای ته ورسېږي.

 

خو د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي، که د اسراییل پر دغه هېواد د تهران پر وخت د سهار تر څلورو بجو ونه دروي، دوی هم اماده دي، چې پر اسراییل خپل ځوابي بریدونه روان وساتي.

 

له دې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و چې د ایران یوه لوړپوړي چارواکي ورته تایید کړې ده چې ایران د ټرمپ له لوري وړاندیز شوي اوربند سره توافق کړی دی.

 

دا اوربند له هغې وروسته وشو، چې ایران د دې هېواد پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید په غبرګون کې په قطر او عراق کې د امریکا نظامي هوايي اډې په نښه کړې.

 

د امریکا ولسمشر وايي، که دا جګړه اوږده شوې وای، ممکن شل کاله یې دوام کړی وای او ټول منځنی ختیځ یې ویجاړ کړی وای.

 

جګړه هغه مهال پیل شوه کله چې د جون په ۱۳ مه اسراییل د ایران اټومي تاسیساتو د له منځه وړلو په موخه پر ایران بریدونه وکړ، خو امریکا د دې جګړې په دویمه اوونۍ د ایران اټومي تاسیسات په نښه کړل او اعلان یې وکړ، چې د جګړې هدف ترلاسه شوی دی.

 

#

#IRAN #ISRAEL #DJTRUMP #CEASEFIRE

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه